Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې مېشت افغان کډوال: له سختو شرایطو سره مخ یو

د بښنې نړيوال سازمان: په زور د افغان کډوالو شړل دې ودرول شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/18

خپل هېواد ته په زور د افغان کډوالو ستنولو له امله په دې برخه کې د پاکستان په اړه د نړيوالو سازمانو دريځ په نيوکو بدل شوی.

د بښنې نړيوال سازمان موندلې چې ياد هېواد پر افغان کډوالو له فشار زیاتولو، خپل ‌سري نیونو، ناقانونه بندي کولو او د کورنیو د غړیو په ځانګړي ډول د ماشومانو او ښځو له جلا کولو سره له بشري اصولو سرغړونې کړې.

دې سازمان له پاکستان غوښتي چې د کډوالۍ په برخه کې نړيوالو مکلفيتونو ته د درناوي په کولو سره دې د افغان کډوالو جبري اخراج ودروي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي: « افغانستان ته د کډوالو او پناه غوښتونکو جبري راستنول باید سم‌لاسي پای ته ورسېږي، ځکه د ملګرو ملتونو وروستیو شمېرو څرګنده کړې چې یوازې ایران او پاکستان سږکال له ۲.۶ ميلیون ډېر خلک په غیرقانوني ډول افغانستان ته شړلي دي. د راستنو شویو کسانو شاوخوا ۶۰ سلنه ښځې او ماشومان دي او دغه راز زرګونه نور له ترکیې او تاجیکستان څخه هم شړل شوي دي.»

د بښنې نړیوال سازمان په راپور کې ويل شوي، د پاکستان او ايران له لوري افغان کډوالو داسې مهال په زور خپل هېواد ته ستنول کېږي چې شاخوا ۲۲ میلیون وګړي يې د بېلابېلو عواملو په نتيجه کې بشري مرستو ته اړمن دي.

په راپور کې له اروپايي هېوادونو هم د افغانانو جبري اخراج ته اشاره شوې او ويل شوي چې جرمني، اتریش او ځينو نور اروپايي هېوادونو د افغانستان له حکومت سره پر هغو لارو چارو خبرې کړې، چې له مخې یې غواړي کډوال بېرته ورستانه کړي.

د بښنې نړیوال سازمان په دې اړه ویلي: « یوازې روان کال له ایران څخه له ۹۰۰ زرو ډېر افغانان په غیرقانوني ډول شړل شوي. په دې سره د ۲۰۲۵ کال له جنوري تر اکټوبر پورې د ټولو اخراج شویو کسانو شمېر ۱.۶ ميليون کسانو ته رسېږي. ټول دولتونه باید سم‌لاسي د جبري اخراج مخه ونیسي او د نړیوال قانون له مخې مکلفیتونو ته ژمن پاتې شي.»

د تازه راپورونو له مخې، د خيبرپښتونخوا په مردان کې د افغانان پر جلاله کمپ برېښنا پرې شوې چې د کډوالو په خبره د برېښنا پر پرې کېدو سربېره روغتیايي مرکزونو ته هم د دوی ناروغانو د نه درملنې لارښونه شوې.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال مجاهد شینواری وايي: « موږ د پاکستان له حکومت او ملګرو ملتونو غواړو چې د ژمي په سړه هوا کې د افغان کډوالو د شړلو لړۍ ودروي.» 

د کډوالو د حقونو مدافاعان په ایران او پاکستان کې افغان کډوالو سره روان چلن غندي او جبري ایستل يې نه یوازې د کډوالو نړیوالو حقونو خلاف عمل ګڼي بلکې په خبره یې، دا ډول جبري ایستل کولی شي په سیمه کې یو ستر ناورین رامنځته کړي.

دوی له ګاونډیو هېوادونو غواړي چې افغان کډوالو سره له ورته چلن لاس په سر شي او حقونه دې يې تامين کړي.

د کډوالو حقونو مدافع محمد خان طالبي وايي: «  د پاکستان حکومت باید پر هغو نړیوالو تعهداتو عمل وکړي چې د کډوالو په مقابل کې یې لري. که څه هم د پاکستان حکومت د ۱۹۵۱ کال کنوانسیون نه دی منلی، خو باید له نړیوالو عرف سره سم، خپل ټولنیز مسوولیتونه عملي کړي.»   

که څه هم اسلامي امارت د افغان کډوالو په تړاو تازه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې په پاکستان کې او ایران کې له افغان کډوالو سره کېدونکی چلن غیر انساني او د ټولو اصولو خلاف ياد کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist