Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ګردېزـ خوست پر لویه لار ټرافیکي نښې او لارښوونې نصب شوې

د ګردېزـ خوست پر لویه لار ټرافیکي نښې او لارښوونې نصب شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/16

د ګردېز او خوست ترمنځ غځېدلې لویه لاره چې د ورځې پر مهال خورا ډېره ګڼه ګوڼه لري، موټر چلوونکو ته په کې د ټرافیکي لارښوونو اړتیا تر بلې هرې لارې ډېره لیدل کېږي. د مسوولینو په خبره، په دې وروستیو کې پر همدې لارې د ټرافیکي پېښو ګراف ډېر لوړ شوی دی.
تازه د پکتیا امنیه قومندانۍ د ټرافیک پولیسو مدیریت د ۷.۷ میلیونه افغانیو په لګښت، د ګردېزـ خوست پر لویه لاره ۱۱۰۰ ټرافیکي نښې او لارښوونې نصب کړې دي.

د پکتیا امنیه قومندانۍ ویاند منیب ځدراڼ وايي: « له تېرې کوتل څخه پیل تر وازې ځدراڼ ولسوالۍ پورې ۱۱۰۰ ټرافیکي نښې او لارښوونې په دې موخه ولګول شول چې له موټر چلوونکو سره د لارو په اوږدو کې مرسته وکړي. په دغو نښو شاوخوا ۸ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی.»

د پکتیا د ټرافیکو د تنظیم آمر سمونمل شکورالله وايي: « په دې اړه سل په سلو کې ډاډ درکوم چې که زموږ موټر چلوونکي له دغو نښو او لارښوونو ګټه واخلي، ۹۰ سلنه ټرافیکي پېښې به کمې شي.»

په ورته مهال، د ټرافیکو مسوولین له موټر چلوونکو غواړي چې د سفر پر مهال له پوره احتیاط څخه کار واخلي.

موټر چلوونکي او عام خلک د پکتیا له مرکز څخه تر خوست پورې د نصب شویو ټرافیکي نښو لګولو اقدام ستایي؛ خو په خبره یې، اړینه ده چې موټر چلوونکي په دې برخه کې لازمې زده کړې هم ترلاسه کړي.

یو تن ټرافیک پولیس وايي: «که  خلک ټرافیکي نښې رعایت کړي، ښکاره خبره ده چې د پېښو په ګراف کې به ټیټوالی راشي.»

د پکتیا اوسېدونکی دینار عادل وايي: « ټرافیکي نښې د ډرېورانو لپاره راهنما ده او که سم عمل پرې وکړي، ټکرونه او حادثې به کم شي.»

دغه نښې او ټرافیکي لارښوونې داسې مهال نصبېږي چې د خلکو په خبره، پر لویو لارو داسې موټر چلوونکي هم شته چې د موټر چلوونې جواز نه لري او تر ډېره همدغه ډول کسانو له امله ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist