Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جرمني: هڅه کوو د روان کال ترپایه پاکستان کې دېره افغان همکاران انتقال کړو

جرمني: هڅه کوو د روان کال ترپایه پاکستان کې دېره افغان همکاران انتقال کړو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/16

د جرمني لوړ پوړو چارواکو اعلان کړی چې هڅه کوي د روان کال تر پایه له پاکستانه هغه ټول افغان پناه‌غوښتونکي خپل هېواد ته ولېږدوي چې په ياد هېواد کې جرمني د لېږد په تمه دي.

د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر ویلي، اوس‌‌مهال په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت خورا سخت دی او هڅه کوي چې پر وخت رسېدنه ورته وکړي. د نوموړي په خبره، د جرمني لپاره د افغان‌ پناه‌غوښتونکو لېږدول، لومړیتوب دی.

د جرمني بهرنیو چارو وزیر یوهان واډیفول ویلي: « موږ هڅه کوو د روان کال تر پایه د افغان پناه‌غوښتونکو لېږد پروسه بشپړه کړو. هغوی هلته له خورا ناوړه وضعیت سره مخ دي. موږ هڅه کوو دوی ته پر وخت رسېدنه وشي، د جرمني حکومت لپاره د افغان پناه‌غوښتونکو لېږد لومړیتوب لري. په روښانه ټکو باید ووایم، لازمې څېړنې او همداراز الوتنې اوس په چټکۍ سره ترسره کېږي.»

کابو میاشت وړاندې د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې له پاکستاني لوري سره یې خبرې کړې، ترڅو د افغان‌ پناه ‌غوښتونکو د حضور نېټه تر شپږو نورو میاشتو وغځوي.

دغه وزارت د خپل هېواد کورنیو چارو وزیر ته هم سپارښتنه کړې وه چې له ټولو ارزونو وروسته د ځينو افغانانو د منل کېدو او یا هم نه‌منل کېدو په تړاو پرېکړه د دې وزارت په غاړه ده.

پاکستان کې مېشت افغانان هم په دې هېواد کې خپل وضعیت خورا ناوړه بولي او وایي، له سختو ستونزو کړېږي.

پاکستان مېشت افغان خبریال ظاهر بهاند وايي: « هغه افغانان چې امریکا او اروپايي هېوادونو ته د تلو په تمه وو، اوس له سختو ستونزو او کړاوونو سره مخ دي. دا باید په ډاګه ووایم چې وروسته له هغې چې د امریکا هېواد ټول کېسونه وځنډول، خورا ډېر خلک اغېزمن شول او اوس یې برخلیک ناڅرګند دی.»

د جرمني بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ویلي، که له پاکستانه د افغان پناه‌غوښتونکو په لېږد کې بې‌غوري کېږي، نو ښايي دغه هېواد کې په تمه افغان پناه‌غوښتونکي د را روان نوي میلادي کال په پیل سره په زوره له پاکستان څخه و ایستل شي.

یو شمېر افغان کډوال په پاکستان کې هم د دوی پر وړاندې روان چلن له تاریخي اړخه خورا ناوړه بولي او وایي، له تېرو ۴۵ کلونو راهیسې ژوند کوي، خو له دا ډول ناوړه چلن سره مخ شوې نه وو.

افغان کډوال حاجي نظر خوږیاڼیوال وايي: « افغان کډوالو له تېرو ۴۵ کالو راهیسې ژوند کوي، خو په دا دومره وخت کې له دا ډول ستونزو سره نه وو مخ شوي. موږ د پاکستان قانون ته ژمن یو، خو د دې هېواد مرکزي حکومت چې اوس کومه پالیسي د افغانانو ځورولو لپاره کاروي، دا یوه ظالمانه پالیسي ده، د بشري حقونو او کډوالو د حقونو خلاف ده.»

د جرمني بهرنیو چارو وزیر داسې مهال په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه څرګندوي چې له تېرو درېیو کالو راهیسې پاکستان په پرله پسې توګه هڅه کوي پر افغان کډوالو فشارونه زیات او په زور یې له خپل هېواده وباسي.

که څه هم د پاکستان حکومت پر دې کړنو ګڼ شمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو سختې نیوکې وکړې، خو دا لړۍ لا هم رونه ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist