Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عراقچي: د ټولې سیمې راتلونکی د افغانستان له راتلونکي سره تړلی

عراقچي: د ټولې سیمې راتلونکی د افغانستان له راتلونکي سره تړلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/15

د ایران په کوربه توب د افغانستان په تړاو دوه ورځنۍ سیمه ییزه ناسته د اسلامي امارت د استازي له ګډون پرته، په تهران کې پپل شوه.

دې غونډې ته د افغانستان له ټولو ګاونډیو هېوادونو سربیره، د روسیې، قطر او ترکیې استازي هم ور بلل شوي دي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر د ناستې پیلیزو خبرو پرمهال په سیمه کې د افغانستان پر رول او اهمیت ټینګار کړی او د سیمې راتلونکی یې د افغانستان له راتلونکي سره تړلې بللی.

سیدعباس عراقچي دغه ‌راز د افغانستان جیواېکانومیک موقعیت ته په اشارې زياته کړې، د افغانستان ثبات، امنیت او پرمختګ د سیمې لپاره سټراټیژیکه اړتیا او نېغ په نېغه د ګاونډيانو له ګټو سره تړلی ده.

د ایران بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې: « د افغانستان ثبات او پرمختګ نه یوازې یوه انساني اړتیا ده بلکې د ټولې سیمې لپاره یو سټراټیژيک ضرورت هم دی. د تېرو څو لسیزو تجربې په غوره توګه وښوده چې په افغانستان کې د امنیت، پرمختګ او هوساینې شتون په مخامخ توګه د ټولو ګاونډیو هېوادونو له امنیت سره تړلی دی. دا به مبالغه نه وي چې که د لاهوري اقبال په څېر ووایو چې د سیمې راتلونکی د افغانستان له راتلونکي سره تړلی دی.» 

عراقچي همدارنګه ویلي، تهران د کابل د ګاونډي او نږدې شریک په توګه په هر اړخیز ډول په سیمه کې د ادغام غوښتنه کوي او په دې باور دی چې سیمه‌ییزې ستونزې او ترینګلتیاوې یوازې او یوازې د خبرو له لارې حل کېدای شي.

هغه د افغانستان او ګاونډیانو ترمنځ خبرې اترې او ډیالوګ نه یوازې د ناسمو اندونو له منځه وړلو کې مهم ګڼلي بلکې په خبره یې، د سیاستونو د همغږۍ او د متقابل درک لامل هم کېږي.

نوموړي دغه راز افغانان د ښې راتلونکي وړ ګڼلي او د ناستې له ګډون کوونکو یې غوښتي چې له هرڅه وړاندې او د اخلاقي اړخ په نظر کې نیولو سره د هغوی لاسنیوی وکړي.

سیدعباس عراقچي په دې اړه ویلي: « د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د یوه منظم مکانیزم رامنځته کول سټراټیژيکه اړتیا ده. دا ډول ناستې نه یوازې له ناسم تفاهم څخه مخنیوی کوي بلکې د اقتصادي، سرحدي او انساني پروګرامونو او پلانونو د همغږۍ زمینه هم برابروي، دغه راز د کړکېچونو د کمېدلو او رغنده همکاریو ډېرولو لپاره هم مناسب بستر جوړوي.»

ټاکل شوې د تهران په کوربه‌توب پيل شوې ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو پر حل او یو شمېر نورو اړوند مسایلو په اړه هم خبرې وشي.

شنونکي د عملي حل لارو له وړاندې کولو پرته په داسې سیمه‌ییزو ناستو کې چې یوازې د نظرونو د تبادلې پلټفارم وي، ګډون کول د وخت او سرچینو بې ځایه مصرف ګڼي.

دوی وايي، تجربو ښودلې چې له دې وړاندې هم د ستونزو د حل په موخه را بلل شوې ورته ناستې، له مطلوبې پایلې پرته پای ته رسېدلې دي.

د سیاسي چارو شنونکی روح‌الله هوتک وايي: « د اسلامي امارت له خوا د تهران په سیمه ییزه غونډه کې ګډون نه کول ښايي د افغانستان په ګټه وي. دا پرېکړه د اسلامي امارت خپلواکي ساتي او قاطع دریځ یې ښيي چې د هېواد مسایل له بهرنیو چوکاټونو او فشارونو پرته هم مدیریت کېدای شي.»    

د سیاسي چارو شنونکی مرتضی مطهري وايي: « هغه سیمه ییزې ناستې چې پر افغانستان د پاکستان د تېریو او دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه کولو په موخه په څو هېوادونو کې جوړې شوې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ یې د اړیکو پر ښه کولو هېڅ ډول مثبت اغېز نه درلود. له بده مرغه هغه هېوادونه چې دا ډول ناستې جوړوي او کوربه توب یې کوي، د پاکستان په ګټه خبرې کوي، حال دا چې پاکستان هم د بشري حقونو ناقض دی او هم یې د افغانستان پر ځمکني او هوايي حریم تېری کړی.»      

د تېرې نومبر میاشتې په شپږمه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلیتاوو د اوج په وخت او وروسته له هغې چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ستونزو هواري لپاره د دوحې او انقرې منځګړیتوب بې پایلې را ووت، د ایران بهرنیو چارو وزیر وویل چې د یوې سیمه‌ییزې ناستې رابللو هڅه کوي.

د ناستې له پيل یوه ورځ وړاندې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په دې ناسته کې د نه ګډون خبر ورکړ او ویې ویل، د موجوده فارمټونو د پیاوړتیا له لارې د سیمه‌ییز تفاهم او همکاریو پر پراختیا باور لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist