Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالکبیر: نړیواله ټولنه دې اسلامي امارت ته د تعامل لاس وړاندې کړي

عبدالکبیر نړیوالو ته؛ چارو کې مو لاسوهنه مه کوئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/14

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، دا ناممکنه ده، چې د نورو هېوادونو په غوښتنه دې د هېواد په قوانینو کې داسې نسخې شاملې شي، چې اسلامي شريعت يې نه اجابوي.

هغه په دې اړه ډېر وضاحت نه دی ورکړی، خو له هېوادونو يې غوښتي، چې له افغانستانه دې داسې څه نه غواړي.

مولوي عبدالکبیر وايي، که نړۍ له اوسني حکومته ګوزاره غواړي، نو د متقابلې همکارۍ پر اساس دې نړيوالو هم ورسره ګوزاره وکړي او د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا او حريم ته دې له درناوي سربېره د نظام څرنګوالي په اړه د افغانانو په اړوند چارو کې هم مداخله نه کوي.

هغه زیاته کړې:« که چېرې نړۍ له موږ سره ګوزاره کول غواړي او نړۍ دا غواړي چې له افغانستانه موږ ته مشکل جوړ نه وي، نو دوی به هم له موږ سره ګوزاره کوي. له موږ چې ګوزاره غواړې ته به هم راسره ګوزاره کوې. نو دی چې موږ سره ګوزاره کوي نو موږ هم یو څو غوښتنې لرو، یو به زموږ پر نظام کار نه لري، ستا د خوشالولو لپاره موږ نه شو کولی چې د قران کریم یوه سپاره کمه کړو. ته څوک یې؟ موږ ستا د خوشالولو لپاره نه شو کولای چې په قوانینو کې یهودیت او مسیحیت ورداخل کړو. موږ ستا د خوشالولو لپاره یوه بله کفري نخسه په خپلو قوانینو کې نشو ځای کولای، دا به له موږ نه غواړې. زموږ نظام به سوچه اسلامي  وي. پر نظام به مو کار نه لرې. دویمه خبره دا ده چې د افغانستان ټول حریم ته به احترام لرې. ټولې ځمکې ته احترام لرې. یوه لوېشت ځمکه باندې هم ګوره چې تېری ونه کړئ، یوه لوېشت.؟»

د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، د ملګرو ملتونو د منشور پر اساس د افغانستان حکومت رسمیت پېژندنې لپاره هغه مهم عناصر پوره کړې، چې نړۍ یې د اصل په توګه پېژني.

دوی وايي، حکومت په ټول هېواد کې حاکمیت لري او قانون پلی کېږي، چې په خبره يې دا هغه شرایط دي چې د رسمیت پېژندنې لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشور کې  وړاندې شوي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي:« د رسمیت پېژندنې لپاره درې عنصر دي. یو دا چې د حکومت ټوله خاوره په لاس کې وي، پلازمېنه یې په لاس کې وي او قوانین یې پلې کېږي، دا د رسمیت پېژندنې لپاره هغه اساسي درې شرطونه دي. دا چې په اوس وخت کې نړیواله ټولنه دا کار نه کوي، دا د افغانستان د ولس په مقابل کې یوه بې احترامي کوي. نو اسلامي امارت هم باید په دې ځینو مسایلو کې له ځانه ابتکار وښيي، ترڅو دوی موږ ته بهانې لټوي، هغو بهانو ته بدیل پیدا شي چې دا ستونزې له دوی سره په سوله ییز ډول حل کړو. موږ اړتیا لرو چې له نړۍ سره دوباره وصل شو.»

ځينې نور پر دې باور دي، چې د نړۍ له لوري پر افغانستان د سیاسي او اقتصادي بندیزونو دوام به نړۍ ته اقتصادي زیان ورسوي او مخکې له دې چې دغه ستونزه رامنځ ته شي، نړیواله ټولنه دې له حکومت سره اړیکې ټينګې کړي او د افغانستان عیني واقیعتونو پر اساس دې له کابل سره سیاسي اړیکې ورغوي.

دا په داسې حال کې ده چې له روسیې پرته بل هېڅ هېواد د افغانستان حکومت پر رسمیت نه دی پېژندلی، خو له هېواد بهر يې له۴۰ زیاتې استازولۍ او کونسلګيرۍ فعالې دي.

 د دې ترڅنګ په کابل کې هم د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د اسلامي همکاریو سازمان د سیاسي استازولیو ترڅنګ د يو شمېر شمېر هېوادونو سفارتونه هم فعاله دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist