Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ایران مرستیال ولسمشر د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ پر زیاتولو ټینګار کړی

د ایران مرستیال ولسمشر د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ پر زیاتولو ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/10

له هغه وروسته چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه بنده شوه، تهران له کابل سره د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراخولو او د افغانانو د پانګونې جلبولو لپاره پراخې هڅې پیل کړې دي.

د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمد رضا عارف د افغانستان په چارو کې د همغږي یوې غونډې ته د خبرو په مهال د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

د ایران مرستیال ولسمشر محمد رضا عارف ویلي: « د تېر یوه کال د راکړه ورکړې کچه له ایران سره د همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې د افغانستان د نوي لید لوري بیانوونکې ده. د هر اړخیزو اړیکو پراختیا کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د خنډونو په لرې کولو او د تفاهم په رامنځته کولو کې مرسته وکړي. د کابل او تهران د خصوصي سکتور پیاوړتیا باید د همکاریو په ټولو برخو او سوداګرۍ کې اوږد مهاله ګټو ته په کتو، تر لاس لاندې ونیول شي.»

ایران له افغانستان سره د خپلو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره دا هلې ځلې داسې مهال کوي چې د اسلام اباد له لوري له افغانستان سره د ټولو لارو له تړلو وروسته کابل هم له دې هېواد سره سوداګري بنده اعلان کړه.

اسلامي امارت له دې اقدام وروسته د پاکستان د بدیلو ټرانزیټي لارو د موندلو هلې ځلې پیل کړې او په دې ترڅ کې یې ډېر ژر په سیمه کې غوره لارې او د سیمې له هېوادونو په تیره بیا له هند، ایران، د منځنۍ اسیا د هېوادونو له خوا په دې برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ترلاسه کړ.

له بل لوري، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېرو ۷ میاشتو کې له ایران سره سوداګریزه راکړه ورکړه کابو دوو میلیارډو ډالرو ته رسېدلې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي: « د ۱۴۰۴ کال په لومړیو ۷ میاشتو کې له ایران سره د افغانستان سوداګري د ۱ میلیارد او ۹۲۱ میلیون ډالرو په ارزښت وه. له دې ډلې ۱۷ میلیونه صادرات او پاتې نور یې واردات دي. ایران ته زموږ په صادراتي توکو کې سرب، پنبه، ممیز، غیرالکولي څښاک، انرژي څښاک، د سبزیو تخم، کنجد، بادام، معدني ډبرې او وچ زردالوي دي.»

د اقتصادي چارو څارونکي بیا له ګاونډیو هېوادونو او په تېره بیا له ایران سره د افغانستان سوداګریز انډول ته په اشارې وايي، که چېرې له تهران سره د سوداګرۍ انډول په همدې ډول دوام وکړي، نو د هغې ناسمې پایلې به د کابل په اوږو بار شي. دوی له حکومت غواړي چې په دې برخه کې دې د وارداتو د تبادلې سیاست خپل کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وایي: « اساسي خبره دا ده چې موږ د صادراتو ستونزه لرو. اړتیا ده چې موږ  د هغو توکو په بدل کې خپل توکي صادر کړو چې له نورو هېوادونو یې اخلو؛ ترڅو زموږ تجارتي بیلانس حداقل ته ورسېږي. که چېرې موږ یوازې وارداتي هېواد پاتې شو، دا بیا هېڅ ډول اقتصادي ګټه نه لري او کولی شي ژورې منفي اغېزې هم ولري. د وارداتو ډېروالی کولی شي د افغانستان داخلي صنایع تضعیف کړي او افغانستان ونه شي کولی خپل توکي وپلوري.»

څارونکي دا سپارښتنه داسې مهال کوي چې څو ورځې وړاندې ایراني چارواکو په مشهد ښار کې په یوه غونډه کې له ایران څخه د افغان سوداګرو د بېرته ستنیدو په لاملونو بحثونه وکړل او ویې ویل چې په تېرو دوو کالو کې له ایران څخه شاوخوا زر افغان پانګوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د افغان حکومت یوه چارواکي ویلي، دوی د هغو پانګوالو لپاره چې تازه هېواد ته راستنېږي، د ځمکو د وېش او نورو اسانتیاو رامنځته کولو لپاره لازم تدابیر نیولي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist