Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اقلیمي بدلون ناوړه اغېز: هرات کې د زعفرانو حاصلات کم شوي

د اقلیمي بدلون ناوړه اغېز: هرات کې د زعفرانو حاصلات کم شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/10

هرات چې د زعفرانود کښت او تولید له اړخه خورا مشهور دی، تازه په کې د زعفرانو د ګل راټولولو موسم دی، خو کروندګر وايي، د تېر کال په پرتله يې حاصلات کم شوي.

د دوی په خبره، اقلیمي بدلون پر دې کښت هم منفي اغېز کړی او د تېر کال په پرتله ۱۵ تر۲۰ سلنه کم شوي.

د هرات کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو خونې رییس بشیر احمد بهادري وايي: « یو له هغو عواملو چې له امله یې د زعفرانو ګل د تېر کال په پرتله کم شوی، وچکالي او د باران نه اورېدل دي. زه هیله لرم را روان کال ښه بارانونه وشي، ترڅو زموږ کروندګر او زعفرانکاران ښه حاصلات ولري.»

د افغانستان زعفران کارانو ټولنې رییس محمد ابراهیم عادل وايي: « که سږ کال وچکالي نه وای او د تېر په څېر بارانونه شوي وای، زموږ د کروندګرو زحمت ته په کتو به موږ له ۷۰ تر ۸۰ زره کیلو زعفرانو تولید لرلی، خو اوس مهال دغه کچه شاوخوا ۴۰ ټنه زعفران لرو.»

د زعفرانو ټولنې مسوولینو په خبره، تېر کال په دې ولایت کې ۴۰ ټنه زعفران ترلاسه شوي وو، خو سږ کال سره له دې چې د یاد کښت کچه د ۹ زره هکټارو څخه ۱۰ نیم زره هکټارو ته لوړه شوې، مګر بیا هم حاصلات کم شوي دي.

کروندګر وایي، که څه هم سږ کال يې حاصلات کم نه دي خو ناهیلي نه دي او دې برخې ته لېوالتیا لا ډېره شوې.

کروندګر جلیل احمد وايي: « د یوه دهقان په توګه ویلی شم چې د حاصلاتو د کمښت لامل د اقلیم بدلون دی. آب او هوا مناسبه نه ده، کله ډېره توده او کله ډېره سړه شي. همدارنګه سږ کال بارانونه هم نه دي شوي.»

کروندګر نصیر احمد وايي: « د زعفرانو یو ښه والی دا دی چې لږو اوبو ته اړتیا لري. دا چې زموږ هېواد هم یو وچ هېواد دی او په دې وروستیو کې پرله پسې وچکالۍ هم راغلې، خو بیا هم زموږ حاصلات ښه دي او ډېر زیات اغېز یې نه دی کړی.»

سره له دې چې د زعفرانو ګل ټولولو فصل خورا کم وي، خو یاده موده کې زرګون کسانو ته د کار زمینه برابریږی.

د زعفرانو ګل راټولول، پروسېس او بسته بندي تر ډېره هرات کې د  مېرمنو له خوا ترسره کېږي چې دوی هم د دې بوختیا له امله خوښې دي.

د هرات اوسېدونکې او زعفرنکاره فاطمه وايي: « د زعفرانو ګل او حاصل راټولول د هغو ښځو او نجونو لپاره ډېره ښه دی چې کار نه لري او له ښوونځیو محرومې دي. دغه کار له روحي او اقتصادي پلوه له ښځو او نجونو سره مرسته کوي.»

د هرات اوسېدونکې فرزانه وايي: « له دولت غوښتنه کوو چې کروندګرو سره مرسته وکړي، ترڅو ښځو او نجونو ته هم د کار او عاید زمینه برابره شي.»

د هېواد په کچه ۹۵ سلنه زعفران هرات کې ترلاسه کېږي. د مسوولینو د معلوماتو له مخې، شاوخوا۴۰ زره کسان په دې ولایت کې د زعفرانو په کرکیله بوخت دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist