Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه په خپلو ادارو کې د ښځو پرکار د بندیز لغو کولو غوښتنه کوي

ملګري ملتونه په خپلو ادارو کې د ښځو پرکار د بندیز لغو کولو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/09

ملګرو ملتونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره یوځل بیا افغانستان کې د حکومت له لوري د ښځو پر دندو د بندیز دوام د اندېښنې وړ بللی.

په اعلامیه کې د افغانستان لپاره د یاد سازمان د ښځو ادارې ځانګړې استازې له قوله ویل شوي، د ملګرو ملتونو په اړوند ادارو کې د ښځو پر دندو بندیز، اړمنو ته د ضروري خدمتونو پروسه له خطر سره مخ کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې ځانګړې استازې سوزان فېرګوسن ویلي: « موږ غوښتنه کوو چې د ملګرو ملتونو په اړوند ادارو کې دې افغان ښځینه کارکوونکو ته د کار او قراردادیانو ته د ورتګ بندیز لغو شي. دفترونو او د کار په ساحه کې دې د هغوی خوندیتوب تضمین شي. هر څومره چې دا محدودیتونه اوږده شي، د ژغورنې خدمتونه به لا زیات ټکني شي.»

نوموړې همداراز ویلي، له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د افغانستان حکومت له لوري د ملګرو ملتونو په اړوند ادارو کې د ښځو پر دندو بندیز له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو پر وضعیت او د وروستیو سختو زلزلو له امله زیانمنو ته د ملاتړ پر چمتوو کولو ناوړه اغېزې کړې.

سوزان فېرګوسن زیاته کړې: « په تېرو درېيو میاشتو کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د افغان ښځینه کارکوونکو نه شتون اړمنو ښځو او په ځانګړې توګه د وروستیو مرګونو زلزلو قربانیانو او هغو افغان راستنېدونکو ته چې له پاکستان او ایران څخه ایستل شوي، زموږ مرستندوی خدمتونه له ستونزو سره مخ کړي دي.»

بله ‌خوا، د ښځو حقونو مدافعان د نجونو پر زده‌کړو د بندیزونو لرې کولو ترڅنګ، اړمنو ښځو ته په ښه ډول د خدمتونو وړاندې کولو په موخه له حکومت څخه په ادارو او د ملګرو ملتونو په اړوند بنسټونو کې د ښځو پر دندو د بندیزونو لرې کولو غوښتنه کوي.

د ښځو د حقونو مدافعه          صفیه وردګ وايي: « په ادارو کې ښځینه کارکوونکي د نارینه وو په پرتله ښه کولی شي د ښځو ستونزې درک کړي. له کاره د ښځو محرومول یوازې د هغوی حقونه نه بلکې د ټولنې پرمختګ او خدمات هم له خنډ سره مخامخوي. که ښځو ته د کار اجازه ورنه کړل شي، افغانستان به له نړۍ نور هم منزوي او خلک به د اړتیاوو له پوره کېدو بې برخې شي.»

حکومت د ملګرو ملتونو او د ښځو د حقونو مدافعانو دې تازه غوښتنو په اړه څه نه دي ويلي.

په ۲۰۲۳زېږدیز کال د ملګرو ملتونو په اړوند ادارو کې د ښځو پر دندو بندیز ولګول شو، خو له تېرې سپټمبر راهیسې د حکومت له لوري دغه بندیز په جدي ډول تعقیب او عملي شوی چې له امله یې د ملګرو ملتونو په ګډون، نړیوال غبرګونونه او اندېښنې هم له ځان سره لرلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist