Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سوداګر: تورخم کې د جګړې له امله لاریو او په کې بار سوداګریزو توکو ته زیانونه رسېدلي

بهرنیوچارو وزارت: پاکستان له افغانستان سره سوداګري د سیاسي فشار په توګه کاروي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/08

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز ریيس چې د حکومت په استازولۍ يې د دوحې په فورم کې خبرې کولې، وايي پاکستان له افغانستان سره له سوداګرۍ او ټرانزیټ څخه د سیاسي فشار په توګه کار اخلي.

د نوموړي په خبره، د پاکستان دا چلن د سیمې اقتصادي ثبات ته ګواښ دی او که خپله دا ستونزه حل نه کړي، نو د ټولې سیمې اقتصاد ننګولی شي. هغه ټینګار کوي، چې افغانستان او پاکستان باید په ګډه د دې ستونزې د هوارولو لپاره حل لارې ولټوي.

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز ریيس   عبدالحی قانت وايي

((موږ غواړو، چې ټولې ستونزې د خبرو له لارې حل شي. موږ نه غواړو، چې بېرته شاته راوګرځو او یا د مخته تګ پر ځای شاته ګامونه واخلو. د افغانستان پرمختګ په اړه په سیمه کې هم د پام وړ څرکونه لېدل کېږي. افغانستان له پاکستان او نورو هېوادونو سره هم مثبتې اړېکې غواړي. زه فکر کوم، چې په دې وروستیو کې سوداګري د یوې سیاسي وسېلې په توګه کارول کېږي.))

نوموړي دا وضعیت لنډمهالی بحران بللی او هیله یې څرګنده کړې، چې ژر به د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې حل شي. قانت وايي، د دوحې په فورم کې ویناوال او د غونډې ګډونوال د افغانستان او نړيوالې ټولني د تعامل په اړه په یوه خوله وو.

ده دا هم ویلي، چې د دې فورم په دویمه ورځ د ګډونوالو تمرکز له افغانستان سره د هېوادونو پر مثبت او اقتصاد محوره تعامل و.

ورته مهال د چارو شنونکي وايي، افغانستان په دي وروستیو کي د نړیوالو پام ځان ته را اړولی او حکومت باید هڅه وکړي، چې په نړیوالو سټیجونو له دا ډول فرصتونو څخه مثبته ګټه پورته کړي.

د سیاسي چارو شنونکی محمداسماعیل ځدراڼ وايي (( پاکستان خپلواک نه دی، د بل چا په واک کې دی او د بل چا په خوله باندې هغه کارونه کوي چې اوس یې روان کړي دي هغه که په افغانستان او یا د سیمو نورو هېوادونو کې وي پاکستان تل پروژه یي سستم لري. ))

ورته مهال د اقتصادي چارو شنونکي وايي، پاکستان له افغانستان سره د لارو تړلو له امله سخت پښیمان دی او په تېرو دوو میاشتو کې يې د مېلیاردونو ډالرو په ارزښت زيان ګاللی.

دوی غوښتنه کوي، تر هغې چې پاکستان یاده ستونزه دایمي حل نه کړي، افغانستان دې د لارو خلاصون ته له خپل اړخه اجازه نه ورکوي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمدیونس ځدراڼ وايي (( د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ موضوع کې  افغانستان خپلې بدیلې لارې لري، زموږ حکومت سوداګرو ته د بدیلو لارو سوداګري فعاله ساتلې ده. ))

د دوحې فورم، چې د تېري شنبي په ورځ د ۱۵۰ هېوادونو او سازمانونو څخه د ۵زره کسانو په ګډون په قطر کې پيل شوی و، د  دوشنبې په ورځ پای ته ورسېده.

پاکستان ډېر کله له افغانستان سره سوداګریزې لارې په بېلابېلو پلمو تړلې، چې افغان سوداګرو ته به یې د میلیونونو ډالرو زیان اړولو.

دا ځلې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د اسلام اباد له لوري تړل شوې، چې په غبرګون کې یې افغانستان هم له پاکستان سره خپلې ټولې سوداګریزې اړیکې پرې کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist