Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د دوحې فورم په دویمه ورځ سیمه‌ییز اتصال کې د افغانستان پر نقش خبرې شوې

د دوحې فورم په دویمه ورځ سیمه‌ییز اتصال کې د افغانستان پر نقش خبرې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/07

د دوحې فورم، چې د شنبې په ورځ پيل شوی دويمه ورځ يې د ځانګړي پنل له لوري د افغانستان پر اړوند مسايلو او په ځانګړې توګه په سيمه‌ييز اتصال یا نښلون کې د افغانستان نقش پر سر بحث ته ځانګړې شوې وه.

چارواکي دغو بحثونو ته په پام وایي، چې د افغانستان په اړه پخواني امنیتي او د کړکېچ لېد په تدریجي ډول د نښلون، پراختیا او اقتصادي ودې پر نوي روایت بدلېږي.

د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي ریيس ذاکر جلالي وايي: «د قطر په منځگړيتوب او شخړو سوله‌ييز حل يوه بريالۍ بېلگه افغانستان دی. دا چې اوس دوحې فورم د سيمه‌ييز نښلون په چوکاټ کې د افغانستان پر رول بحث کوي، څرگندوي چې دغه بدلون له افغانستان او ټولې سيمې لپاره د يوه نوي فرصت دروازه پرانيزي. هغه فرصت چې ورسره تعامل ځیرتیا، ژورتيا او لرلید غواړي.»

 د دوحې په سږني فورم کې له ۱۵۰ هېوادونو او سازمانونو شاوخوا ۵ زره کسانو ګډون کړی چې په کې د افغانستان بهرنيو چارو وزارت پلاوی هم شامل دی.

څارونکي د دوحې فورم په څېر ناستې د افغانستان او نړۍ ترمنځ د سیاسي تعامل لپاره مهمې بولي او په خبره یې دغه ډول ناستې کولای شي د افغانستان او نړۍ ترمنځ سیاسي تعامل پراخ او نږدې کړي.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « هره ناسته د افغانستان لپاره ځانګړی ارزښت لري، خصوصا په قطر کې چې کومه ناسته د ۲۳ م فورم په درشل کې جوړېږي، دا ځانګړی ارزښت ځکه لري چې قطر له افغانستان سره او له افغان ولس سره او له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري.»

ځینې نور شنونکي بیا وایي اسلامي امارت ته هم پکار ده چې له دغه ډول نړیوالو ناستو په ګټنې په نړیوال سیاسي ډګر کې سترې موخې ترلاسه کړي.

د سیاسي چارو شنونکي محمد اسماعیل ځدراڼ په دې اړه داسې وايي: « دغه هېوادونه دې له افغانستان سره ښې او سالمې اړیکې رامنځته کړي، د رسمیاتو لپاره کار وکړي، دغه کړۍ یې چې پر افغانستان راتنګه کړې ده، تنګ نظري ونکړي او په رسمیت یې وپېژني.»

د دوحې فورم ناستې لومړۍ ورځ ټول بحثونه او خبرې په سیمه او نړۍ کې پر روانو سیاسي مسایلو ورټولې وې، په فلسطین کې له غزې نیولې تر اوکراین جګړې، سوډان او سوریې پورې هغه مسایل وو، چې د نړۍ ګڼ شمېر مشرانو پرې خبرې او بحثونه وکړل.  

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist