Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پېسکوف: روسیه د سیمې ثبات لپاره له افغانستان سره همکاري اړینه بولي

پېسکوف: روسیه د سیمې ثبات لپاره له افغانستان سره همکاري اړینه بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/04

په داسې حال کې چې روسیه له افغانستان سره رسمي اړیکې لري او د لومړي هېواد په توګه یې د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت پېژندلی، پر دې ټولو سربېره د کرېملین ویاند له کابل سره د لا ډېرو تعاملاتو او د اړیکو پیاوړي کولو خبره کړې.

نوموړي له هندي رسنیو سره په خبرو کې افغانستان د سیمې مهم هېواد بللی او په سیمه کې یې اهمیت او اړتیا ته په پام ورسره د اړیکو پراخولو خبره کړې.

ټاس خبري اژانس د دېمتري پسکوف له خولې ویلي، په سیمه او په تېره بیا په ګاونډ کې د ثبات رامنځته کېدا لپاره له افغانستان سره د همکارۍ دوام مهم او حیاتي دی.

د روسیې ولسمشر ویاند دېمتري پېسکوف ویلي: « موږ له افغانستان سره اړیکې پیاوړې کوو. پوهېږو چې هلته موږ ملګري لرو او غواړو د سیمې پر ستونزو له هغوی سره بحث وکړو. موږ په سیمه کې ګډې ګټې لرو او له افغانستان سره به د اړیکو پراخولو ته دوام ورکړو.»

په داسې حال کې چې په تېرو څو لسیزو کې د مسکو او کابل ترمنځ ډېپلوماتیکو، امنیتي او اقتصادي اړیکو لوړې ژورې تجربه کړې دي، خو دا څه د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته نوي پړاو ته ننوتي او پر رسمیت پېژندنې سربېره یې د اسلامي امارت چارواکي د خپلو بندیزونو له تور لېست څخه هم بهر کړي دي.

د ګاونډ او سیمې په سولې او ثبات کې د افغانستان رغنده رول ته په پام، د کرېملین ماڼۍ ویاند ویلي چې مسکو اړ دی چې د همدې ثبات د لاټینګښت په موخه له کابل سره تعامل وساتي او په خبره یې په دې برخه کې له هند سره بشپړ تفاهم لري.

بل پلو، په قطر کې د اسلامي امارت سفیر وايي، له رسمیت پېژندنې وروسته له روسیې سره اړیکو وده کړې او هيله ‌شته چې د دواړو خواوو پلاوي به په راتلونکي کې رسمي سفرونه ولري.

سهیل شاهین وايي: « د روسیې فډراسیون له خوا د افغانستان اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو سره، د دواړو هېوادونو له خوا په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراخولو، غښتلي کولو او تعاون زمینه برابره شوې. له دې فرصت څخه په استفادې، موږ غواړو د روسیې له فډراسیون سره اړیکې پراخې کړو. زه امېد لرم په راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو پلاوي د یادې موخې ترلاسه کولو په منظور، د یو بل هېواد ته سفرونه ولري.»

روسیې د دې خلاف تل پر لوېدیځ او په ځانګړي ډول پر امریکا له دې کبله نیوکه کړې چې ګواکي د افغانستان ملي شتمني یې کنګل کړې، اقتصادي محدودیتونه یې پرې وضع کړي او پر وړاندې یې د تقابل پالیسي غوره کړې.

شنونکي په سیمه او نړېواله کچه روسیه له زبرځواکونو هېوادونو ګڼي او ورسره د تعامل او اړیکو پراخېدل د افغانستان په ګټه بولي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب‌الرحمن شمال وايي: « زه هیله لرم چې د افغانستان او روسیې ترمنځ په بېلابېلو سیاسي، اقتصادي، تحصیلي او نورو برخو کې اړیکې ښې شي او د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي. د افغانستان اسلامي امارت کولی شي د عصري وسلو او نظامي تجهیزاتو ترلاسه کولو لپاره هم له روسیې سره تفاهم وکړي.»        

دا په داسې حال کې ده چې روسیې په لومړي ځل د روان ۲۰۲۵زېږدیز کال په اپرېل کې د اسلامي امارت تحریم کړې غړي د ترهګرۍ او بندیزونو له تور لېست څخه و ایستل او ورپسې یې د همدې کال د جولای په درېیمه نېټه مسکو ته د کابل له لوري د ورپېژندل شوي سفیر ګل‌حسن حسن باورلیک ومانه او په پای کې یې د لومړي هېواد په توګه د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت وپېژانده.

روسیې هغه مهال له دې کار څخه اصلي موخه د سیمې د امنیت، له ترهګرۍ او د نشه‌يي توکو له قاچاق سره اغېزمنه مبارزه بللې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist