Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مزارشریف کې د سړک جوړولو د پنځو پروژو چارې بشپړې شوې

مزارشریف کې د سړک جوړولو د پنځو پروژو چارې بشپړې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/04

د مزارشریف ښار کارته صلح سیمه کې هغه پنځه سړکونه ګټه اخیستنې ته وسپارل شول چې د ۶ میاشتو په موده کې د ښاروالۍ له خوا جوړ شوي دي.

مسوولین وایي، پر یادو پروژو شاوخوا ۳۹ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د مزار ښاروالۍ له بودیجې ورکړل شوی.

د مزار ښاروالۍ سکټوري رییس احمد جاوید مایار وايي: « د دې پروژې په اړه باید ووایم چې دا ټول پنځه سړکونه وو چې اوږدوالی یې نږدې ۱.۵ کیلومټرو ته رسېده. دغو سړکونو دواړو غاړو ته لښتي او د تنویر کارونه هم په کې شامل وو.»

په ورته مهال، د قراردادي شرکت انجینیران د پروژو د کیفیت په اړه ډاډ ورکوي او له ښاریانو هم د ساتنې په برخه کې د همکارۍ هیله کوي.
د قراردادي شرکت مسوول مهدي محمودي وايي: « د دې پروژې اوږدوالی شاوخوا یونیم کیلومټر و چې په کې د روښنايي ۹۰ پایې، د اوبو لښتي او ټول هغه جزئیات لري چې یو معیاري سړک یې باید ولري.»

مزار ښاریان ورورستیو کې د ښاروالۍ د غوره فعالیتونو ستاینه کوي او د ورته نورو پروژو د تطبیق غوښتونکي دي.

د سیمې اوسېدونکی نذیر احمد وايي: « د مزارشریف د ښار په شاوخوا کې نور سړکونه هم خام پاتې دي او له ښاروالۍ غوښتنه کوو چې د همدې سړکونو په څېره هغه هم په اساسي ډول پاخه کړي.»

د سیمې اوسېدونکی عبدالباقي وايي: « د اسلامي امارت په بیا ځل راتګ سره د مزارشریف ښاروالۍ ډېر سړکونه قیر کړل او زموږ خلک اوس له هر پلوه له ستونزو خلاص شول.»

دا پروژې داسې مهال بشپړې شوې چې د ښاروالۍ مسوولین د ورته نورو پروژو د پيل کولو ډاډ ورکوي.

د مزار شریف ښاروالۍ مسوولین وایي، د راتلونکي کال لپاره یې ۲۵ لویې پروژې پلان کړې دي چې د مزار حلقوي سړک یوه برخه هم په کې شامله ده او په ۲۰۲۶ کال کې به پیل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist