Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نقوي: راتلونکې اوونۍ د افغان کډوالو نیولو او ستنولو پراخ عملیات پيلوو

نقوي: راتلونکې اوونۍ د افغان کډوالو نیولو او ستنولو پراخ عملیات پيلوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/03

په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د سختو اقداماتو په دوام، د دې هېواد کورنیو چارو وزیر ویلي، په را روانه اوونۍ کې غواړي په ټول پاکستان کې د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته یې د استولو لپاره پراخ عملیات پیل کړي.

محسن نقوي په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا په مهال دا خبردارې هم ورکړ چې که افغانستان ته استول شوي افغانان بېرته پاکستان ته راشي، له نیولو وروسته به فورا ً زندان ته واچول شي.

محسن نقوي زیاته کړې: « په ټول هېواد کې د غیر قانوني افغان کډوالو د ایستلو بهیر روان دی. د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو زموږ کمپاین اغېزناک و. افغانان د څه مودې لپاره زموږ میلمانه وو، خو اوس نه دي. هغه افغان کډوال چې یو ځل له پاکستان څخه و ایستل شي او بیا په غیر قانوني توګه بېرته پاکستان ته راشي، نو په سم لاسي توګه به زندان ته واچول شي. داسې امکان نه لري چې یو ځل خپل هېواد ته ورستانه کړای شي او دوی بیا بېرته راشي.»

نقوي په خپلو خبرو کې یو ځل بیا له افغانانو غوښتي چې خپل هېواد ته دې ستانه شي؛ ځکه د ده په خبره، پاکستان نور د دوی کوربه توب نه کوي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په دوام په پاکستان کې د افغان کډوالو د فعاله کمپونو په اړه ویلي چې په خیبرپښتونخوا کې له افغان کډوالو ملاتړ کېږي او دوی ته اسانتیاوې برابریږي.

د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت له هغه څه سره چې دوی یې په اجباري او بې عزته توګه د افغان کډوالو ستنول بولي، مخالفت څرګند کړی دی.  

په ورته مهال، د کډوالو او بشري حقوقو فعالان وايي، د افغان کډوالو په وړاندې د پاکستان دا ډول اقدام د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو او اصولو خلاف عمل دی.

دوی وايي، پاکستان په سیمه او افغانستان کې د خپلو اهدافو ترلاسه کولو لپاره د کډوالو په خلاف سخت اقدامات پر افغانستان د فشار د یوې وسیلې په توګه کاروي.

دوی د کډوالو له نړیوالو ټولنو څخه غواړي چې د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالو په ضد د دا ډول اقداماتو د مخنیوي لپاره دی په اسلام اباد فشار راولي.

د کډوالو د حقونو فعال ګلاخان بهادري وايي: « له حقوقي او بشري پلوه ډله ییز اخراج، بندي کول او له تشدد څخه ډک چلن د انساني کرامت او نړیوالو اصولو خلاف عمل دی. د نړیوالو قوانینو له مخې، هېڅ هېواد حق نه لري کډوال هغه هېواد ته واستوي چې هلته د ظلم، شکنجې او خطر احتمال وي.»

د کډوالو د حقونو فعال محمدخان طالبي محمدزی وايي: « د کډوالو بېرته راتګ باید داوطلبانه وي او له دوی سره د مرستو پر بهیر څارنه وشي، ترڅو د دغو کډوالو ستونزې رفع شي.»

که څه هم له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ له تېرو ۴ کلونو راهیسې روانه ده، خو له تېرې اکټوبر میاشتې راهیسې چې کله د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې، پاکستان د کډوالو د ایستلو بهیر لا ګړندی کړ.

په دې ترڅ کې د پاکستاني چارواکو له خوا له افغان کډوالو سره د ناسم چلن په اړه هم راپورونه خپاره شول او د کډوالو او بشري حقوقو نړیوالو ټولنو دا چلن غیر انساني وباله او له اسلام اباد یې په بیا بیا غوښتنه وکړه چې له افغان کډوالو سره دې دا ډول چلن نه کوي.

په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د ناسم چلن په اړه دا خبرې داسې مهال کېږي چې تېره شپه ایراني پوله ساتو ځواکونو بیا لس تنه افغانان چې د دوی د ادعا له مخې، په غیر قانوني ډول یې ایران ته د اوښتو هڅه کول، په ډزو وژل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist