Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
لغمان کې پر تازه راستنو شویو کډوالو د ځمکو وېش پیل شو

لغمان کې پر تازه راستنو شویو کډوالو د ځمکو وېش پیل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/01

د کور او ښار جوړولو وزارت مسوولینو لغمان پادپښ ولسوالۍ اړوند کافر ګلۍ د کډوالو ښارګوټي کې له کډوالۍ راستنو شویو هېوادوالو ته د ځمکو وېش لړۍ پیل کړه.

د لغمان ولایتي ادارې چارواکي وايي، دا ښارګوټی د ۱ زر ۵۰۰ جریبه ځمکې په لرلو سره نږدې ۱۲ سوه کورونو د جوړېدو ظرفیت لري.

د لغمان والي بختیار معاذ وايي: « د دې لپاره چې د مهاجرینو د استوګنیزو نمرو مشکل حل شي، دا ځمکه چې تقریبا ً یونیم زر جریبه ځمکه ده، د شاوخوا ۱۲ کورونو لپاره بسنه کوي، مهاجرینو ته یې وېش پيل او سم لاسي یې د سړکونو، مکاتبو، مدارسو، مساجدو، کلینیکونو او نورو اړینو تأسیساتو جوړولو کار هم پيل شول.»

د کور او ښار جوړولو وزارت چارواکي بیا ډاډ ورکوي چې د راستنو شویو لپاره د هر ډول اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دي او په خبره يې، د دې ښارګوټي پرانیسته هم د همدې ژمنو یوه برخه ده.
د کور او ښار جوړولو وزیر مولوی نجیب الله حیات حقاني وايي: « دا د قرآن، حدیث او دین مهاجر دي او د خپل ایمان د تحفظ  لپاره یې هجرت کړی و. که څه هم د مهاجرو راستنېدل ډېر دي، خو تر اوسه پورې کومه ستونزه او ناورین نه دي پېښ شوي.»

له کډوالۍ راستانه شوي بیا خوښ دي چې په خپل ولایت کې ورته د سرپناه لپاره ځمکه ورکول کېږي.

دوی په بهرنیو هېوادونو کې له مېشت افغان کډوالو هم غوښتنه کوي چې په عزت سره دې خپل هېواد ته راستانه شي او د هېواد ابادۍ کې د برخه واخلي.

له کډوالۍ راستون شوی سید هاشم وايي: « موږ ته یې زنګ وهلی و چې راشی موږ تاسو ته ځمکې درکوو. زه له اسلامي امارت ډېر خوشاله یم چې په دې شهرک کې موږ ته ځمکې راکوي.»

تازه راستون شوی زړګی وايي: « زه له اسلامي امارت ډېر خوښ یم چې دلته موږ ته ځمکې راکوي. زه په نورو هېوادونو کې له مهاجرو افغانانو غوښتنه کوم چې وطن ته راشي، ځکه دلته امن دی او هرڅه برابر دي.»

لغمان کې کډوالو ته د ځمکو وېش بهیر داسې مهال پیلېږي چې له پاکستان څخه ورځ تربلې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ چټکېږي او هره ورځ لسګونه کورنۍ هېواد ته په جبر او خپله خوښه راستنول کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist