Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له نړیوالې ټولنې د بېنېټ غوښتنه؛ افغانستان کې د بشري حقونو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړئ

ریچارډ بېنېت د افغانستان بشري وضعيت په تړاو خبرو لپاره قطر ته ځي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/01

له څه ځنډ وروسته د افغانستان بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی دوحې ته په سفر ځي. د ملګرو ملتونو بشري حقونو عالي شورا په يوه اعلاميه کې ويلي، نوموړی به په دې څلور ورځني سفر کې له قطري چارواکو، افغانانو، سيمه‌ييزو او نړيوالو سره د افغانستان د بشري حقونو پر وضعيت وغږېږي.

په اعلاميه کې ويل شوي، له يادو لوریو سره د نوموړي د ناستو موخه پرهغو لارو چارو خبرې اترې دي چې پر بنسټ به يې د افغانانو د حقونو د خوندیتابه  په اړه يو ګډ دريځ رامنځته شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي شورا ویلي: « هغه به د قطر له حکومتي چارواکو، افغانانو او په قطر کې د مېشتو نړيوالو ټولنو له غړيو سره پر داسې لارو چارو خبرې وکړي، ترڅو وکولی شي د سيمې او نړۍ هېوادونه د افغانانو د حقونو تامين په اړه يو موټی شي.»

د افغانستان حکومت د نوموړي د دې سفر په اړه څه نه وايي، خو شنونکي يې له دې امله مخالفت کوي چې په خبره يې ښايي د حکومتي پلاوي د نه موجوديت په صورت کې د افغانستان بشري حقونو د موجوده حالت سم انځور وانه خیستلې شي.

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وایي: « د ریچارډ بېنېټ د سفر اصلي هدف دا دی چې دوی وکولی شي د نړیوالې ادارې تر چتر لاندې یوځل بیا د خپلو پلانونو د پلي کولو او لاسونو لپاره لاره هواره کړي. زه فکر کوم، تر هغو چې په دې اړه د غربي هېوادونو له خوا پرېکړه نه وي شوې، دوی هم نه شي کولی خپلو موخو ته ورسېږي او نه شي کولی د نړیوالې ټولنې په توګه ښه منځګړیتوب وکړي.»

ځينې نورشنونکي د دې په خلاف تمه لري چې قطر ته د ريچارډ بېنېټ سفر به ګټور وي او زياتوي چې په دې سفر کې بايد داسې هڅه وشي، ترڅو نوموړی په راتلونکي کې د افغانستان بشري حقونو وضعيت څخه پر واقعیتونو ولاړ راپور وړاندې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « که د بشري حقونو استازي د افغانستان لپاره هلته ځي، خامخا به ښې لاسته راوړنې ولري. ځکه له مطرح هېوادونو او افغانانو سره به لیدنې وکړي، خو دا هغه وخت کېدای شي چې دی د بشري حقونو په اړه واقعي راپور یوسي او د افغانانو واقعي ستونزې مطرح کړي.»

ملګرو ملتونو تل د افغانستان بشري حقونو موضوع مهمه ګڼلې او له همدې امله یې د بشري حقونو عالي شورا د ۲۰۲۵ کال په اکټوبر کې د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه د رېچارډ بېنېټ ماموریت د يو بل کال لپاره تمديد کړ.

د افغانستان حکومت مدعي دی چې نوموړی په خپلو راپورونو کې د بشري حقونو وضعيت په اړه واقعيتونه نه منعکسوي او له همدې امله يې ورسره همکاري پرې او افغانستان ته يې ممنوع ‌الدخول اعلان کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist