Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان پوځي رژیم هوایي برید کې د قرباني شوې کورنۍ یوازینی پاتې کس عدالت غواړي

د پاکستان پوځي رژیم هوایي برید کې د قرباني شوې کورنۍ یوازینی پاتې کس عدالت غواړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/01

د پاکستان پوځي رژیم په وروستي هوایي برید کې د یوې کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون لس غړي شهیدان کړل.
د خوست ګربزو ولسوالۍ کې د دې کورنۍ یوازینۍ پاتې کس د عدالت غوښتنه کوي.
د قرباني شوې کورنۍ یوازنی پاتې شوی غړی نور اسلم وايي: « د پاکستان له دې جابر او ظالم حکومت سره باید داسې کار وشي چې بیا پر پښتنو د ظلم جرئت ونه کړي. پر دوی باید د نړۍ له خوا بندیزونه ولګول شي.»

نوراسلم په متحده عربي اماراتو کې له تېرو شپږو کالونو راهیسې مسافر و چې په خبره يې مسافري او مزدوري یې د همدې کورنۍ لپاره کوله، خو د کورنۍ غړي او هیلې ترې د پاکستان پوځي رژیم هوايي برید واخیستې.
نور اسلم وايي: « زه د دې لپاره مسافر وم چې دوی وږي پاتې نه شي، دوی ښې جامې او خواړه ولري. کله چې راغلم، ما خپل بچۍ او کورنۍ ونه لیدل.»

ځایي چارواکي او د خوست اوسېدونکي وایي، د پاکستان پوځي رژیم تل د اسلامي او انساني اصولو خلاف په بیا بیا د افغانستان په خاوره کې عام وګړي په نښه کړي دي. دوی د پاکستان له عام ولس او نړیوالې ټولنې غواړي چې د دې ډول بریدونو د مخنیوي لپاره دې عملاً سخت او جدي ګامونه واخلي.

خوست والي عبدالله مختار وايي: « د پاکستان مسلمان او دیندار ولسه! دا حکومت له خپلې خاورې ورکړی، ځکه د ټولې نړۍ لپاره یې درد سر پیدا کړی.»

ځایي اوسېدونکی حاجي عالم الدین وايي: « اوس یې که څوک مني که نه، موږ په خپلو سترګو ولیدل چې ډورن د پاکستان له خوا راغله، بمبار یې وکړ او بېرته پاکستان ته لاړه.»

ځايي اوسېدونکی نور جباز خان وايي: « زه په لر او برو پښتنو غږ کوم چې د پاکستان په ضد سره یو لاس شي، کنه هېڅوک به روغ پاتې نه شي.»

ځايي اوسېدونکی عبدالحلیم وايي: « زه نه پوهېږم چې د نړیوالو په پاکستان زور نه رسېږي که په دې کارونو کې ورسره موافق دي. دوی لوی ظم وشو، خو نړۍ چوپه خوله ده.»

د نومبر په ۲۵مه، د شپې شاوخوا دولس بجې د خوست د ګربزو ولسوالۍ جګ مغلګي سیمه کې د یوه هوايي برید پرمهال د یوې کورنۍ لس غړي چې یوه ښځه او نهه ماشومان په کې شامل و، شهیدان شول.
دا پیښه په کور دننه او بهر له پراخ غبرګون سره مخ شوه چې د ملګرو ملتونو په شمول، ټولو بنسټونو او هېوادونو د پاکستان پوځي رژیم له لوري د ملکیانو په نښه کول د نړیوالو قوانینو خلاف وبلل.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist