Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات ته د ایراني پلاوي سفر؛ د سوداګرۍ پر پراختیا او اسانتیاوو برابرولو خبرې شوې

هرات ته د ایراني پلاوي سفر؛ د سوداګرۍ پر پراختیا او اسانتیاوو برابرولو خبرې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/27

د هرات سیمه‌ییز چاروکي وایي، د ایران د رضوي خراسان ولایت د والي په مشرۍ ایراني پلاوی به په هرات کې له ځایي چارواکو سره د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او د اسلام کلا – دوغارون پر سوداګریزه لار، د لا زیاتو اسانتیاو برابرولو په اړه خبرې وکړي.

د هرات والي ویاند محمد یوسف سعیدي وایي، د ایران د رضوي خراسان ولایت څخه ورغلی پلاوی به د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخوانیو هوکړو ارزونه هم وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکي بیا وایي، له پاکستان سره د افغانستان سوداګریزو چارو له پرې کولو وروسته ګاونډي هېوادونه هڅه کوي چې له افغانستان سره مثبتې سوداګریزې اړیکې وپالي.

افغان سوداګر عبدالجبار ساپی وايي: « موږ په دې پوهېږو چې له پاکستان سره د افغانستان د تجارت صفر کولو ایران ته یو ستر چانس په لاس ورکړی او له امله یې ایران سره زموږ سوداګري میلیاردونو ډالرو ته پورته شوه. ایراني چارواکي وايي، له افغانستان سره د دوی تجارت له ټولې اروپا سره تر تجارت ډېر دی. ایراني حکومتي چارواکي او خصوصي سکټور هڅه کوي د افغانستان مارکېټ خپل کړي او د همدې لپاره سهولتونه او امتیازات ورکړي.»

له پاکستان سره د افغانستان د سوداګریزو چارو له بندولو نږدې یوه میاشت تېرېږي. له همدې فرصت څخه په ګټه اخیستنې، یو شمېر هېوادونه هڅه کوي چې له افغانستان سره په اقتصادي او سوداګریز ډګر کې پراخه راکړه ورکړه پيل کړي.

د اقتصادي چارو شنونکي باور لري چې ایران د سیمې او ګاونډیو هېوادونو له ډلې داسې هېواد دی چې په سوداګریزو او اقتصادي چارو کې د پاکستان ښه بدیل کېدلی شي.

د اقتصادي چارو شنونکی یونس ځدراڼ وايي: « دا چې په اوسنیو حالاتو کې له پاکستان سره د افغانستان سوداګري بنده ده، نو د دې لپاره ایران یو ښه بدیل دی. موږ کولی شو د ایران د چابهار بندر له لارې خپل صادرات او واردات لا ډېر کړو. له بلې خوا د ایران لپاره هم د افغانستان مارکېټ ډېر مهم دی، د تېلو او ټکنالوژۍ په برخه کې هم ایران ښه شریک پاتې شوی او افغانستان ته ګټه رسولی شي.»

د یادولو ده چې د پاکستان پوځي رژیم له تېرو څو میاشتو راهیسې قصداً له افغانستان سره سوداګریزې لارې تړلې دي، خو په غبرګون کې یې اسلامي امارت هم له دې هېواد سره سوداګریز پرېکون اعلان کړ.

له هغه وروسته د اسلامي امارت لوړ پوړي چارواکي په ځای نه ‌دي ناست او د بدیلو لارو د موندلو لپاره یې د سیمې په کچه پراخې هڅې او کار پیل کړي دي.

له هند وروسته، د صنعت او سوداګرۍ وزیر ترکیې ته تللی او هلته یې د سوداګریزو اړیکو د پراخولو په لارو چارو خبرې کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist