Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مزارشریف: شادیان صنعتي پارک ته غځېدلی سړک ګټه اخیستنې ته وسپارل شو

مزارشریف: شادیان صنعتي پارک ته غځېدلی سړک ګټه اخیستنې ته وسپارل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/27

د مزارشریف ښار څخه تر شادیان صنعتي پارک پورې د ۴۰ میلیون افغانیو په ارزښت رغول شوی سړک په داسې حال کې ګټه اخيستنې ته سپارل کېږي چې پخوا یې له امله صنعتکاران له زیاتو ستونزو سره مخ وو. د مزار شريف ښاروالۍ مسولین وایي، راتلوونکی کال به په دې ښار کې ۲۰ نورې پراختیایي پروژې هم پیل کړي.

د مزار شريف ښاروالۍ سکټوري رییس احمد جاوېد مایار وايي: « د دې سړک اوږدوالی یو نیم کیلومټره دی او که دوه طرفه یې حساب کړو نو درې کیلومټره دی چې ۷ متره سور لري. همدارنګه د سړک دواړو غاړو ته لښتي او په منځ کې یې ګلدان هم جوړ شوي دي. د دې سړک بودیجه شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانۍ وه چې د ښاروالۍ له خپلې بودیجې ورکړل شوه.»

یو شمېر صنعتکاران د دې اقدام هرکلی کوي او وایي، له دې وړاندې د خرابې لارې له امله د تولیدي کارخونو فعالیتونه ټکني وو، خو اوس هيله‌ شته چې ستونزې به يې حل شي.

د بلخ صنایعو او کانونو خونې رییس امام الدین سنایي زاده وايي: « دا سړک دومره خراب و چې د موټر په وسیله تګ راتګ هم پرې سخت و. زموږ هغه فابریکه لرونکي چې په دې صنعتي پارک کې خوراکي توکي تولیدوي، تر ښاره یې د دغو توکو په لېږدولو کې ضایعات لرل. حتا په ځینو حالاتو کې د ډېر جمپونو له امله تر۳۰ سلنو ضایع کېدل.»

مزار شریف یو له لویو او سترو صنعتي ښارونو دی چې دا مهال په کې تر زرو زیاتې لویې او کوچنۍ تولیدي کارخونې شته دي. ځایي چارواکي ډاډ ورکوي چې له صنعتکارانو ملاتړ کوي او ورته نورې پروژې به هم تطبیق کړي.

د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس وايي: « راتلوونکو څو کالو کې به د مزار شریف ښار بڼه بدله شي. زه تاسو ته ډاډ درکوم چې د اسلامي امارت حکومت د خلکو په خدمت کې دی او موږ باید  د هېواد په جوړولو کې ورسره ونډه واخلو.»

دا په داسې حال کې ده چې امیرعلي شېرنوایي صنعتي پارک ته غځېدلی سړک هم له کالونو راهیسې ویجاړ پورته دی. صنعتګر د دې سړک په رغولو کې هم له حکومت د پاملرنې غوښتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist