Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کونړ کې د پاکستاني بې پیلوټه الوتکو برید کې پنځه ملکیان ټپیان شوي

کونړ کې د پاکستاني بې پیلوټه الوتکو برید کې پنځه ملکیان ټپیان شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/26

د دې ولایت امنیه قوماندانۍ مسوولین وایي، دا هوايې برید سې شنبه د شپې شاوخوا دوه نیمې بجې د دې ولایت مرکز اسعد اباد اړوند د څاګي په سیمه کې د ولسي وګړي حاجی عبدالوهاب پراستوګنځای شوي.
د پاکستاني رژيم په دې بریدونو کې د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون ۵ تنه ټپيان شوي.

د چارواکو په خبره، د بریدونو ټپیان تر لومړنۍ درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوي.
ځايي اوسېدونکي پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم دا ډول تیری غندي او له حکومت غواړي چې سخت ځواب ورکړي. دوی دغه راز حکومت ته ډاډ ورکوي چې د هر ډول ځواب لپاره ورسره ترڅنګ ولاړ دي.

د کونړ اوسېدونکی صداقت وايي: « په دې کور دوه ځله بریدونه وشول. دویم برید له لومړي برید ۱۰ دقیقې وروسته وشو. موږ راغلو او د برید ټپیان چې ښځې او ماشومان وو، دا مو روغتون ته ورسول.»

ځايي اوسېدونکی مسافر وايي: « دا بریدونه د پاکستان له خوا د ډرون الوتکو په وسیله وشول، دا کور یې هم ویجاړ کړی او څو تنه یې ژوبل کړي هم دي. دا ډېر زیات دی؛ ځکه دلته هېڅ ډول وسله والې ډلې نه شته، ټي‌ټي‌پي خو بلکل نه شته.»

د کونړ اوسېدونکی یونس خان وايي: « موږ له خپل حکومت غوښتنه کوو چې د دې ډول بریدونو مخنیوی وکړي.»

د کونړ له برید سره هم‌مهاله په خوست او پکتیکا ولایتونو کې هم د پاکستان د پوځي رژیم له خوا پر ملکي کورونو بریدونه شوي. د معلوماتو له مخې، د خوست او پکتیکا په بریدونو کې هم تر ۱۵ تنو شهیدان او ژوبل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist