Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ترکمنستان سره په پوله یوه بل بندر ته د غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

ترکمنستان سره په پوله یوه بل بندر ته د غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/26

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ پر ټرانزیټ بدلېدونکې لارې د ۲۵ کیلومټرو په اوږدوالي د لومړي فاز سړک جوړولو چارې پيل شوې.

د کلفت بندر سړک وروسته له۹۰ کالونو په دې ډول جوړېږي. مسوولین وايې، د لومړي فاز چارو ته یې۴۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.
په ورته مهال، د پروژې قراردادي شرکت مسوولین بیا د کار له کیفیت ډاډ ورکوي او زیاتوي چې په ورکړل شوې دوه کلنه موده کې به يې پای ته ورسوي.

د بلخ ولایت د ټولګټو رییس عبدالصبور صابر وايي: « دا پروژه چې نن یې پرانستنه کېږي، له بلخ ولسوالۍ څخه پيل تر قرقین او خماب ولسوالیو پورې ادامه لري او بیا له ترکمنستان هېواد سره وصل کېږی. دا یو ټرانزیټي سړک دی او نږدې ۹۱ کیلومټره اوږدوالی لري او رغول یې په ۳ فازونو کې د ټولګټو وزارت له خوا منظور شوي دي. د دې سړک لومړی فاز له بلخ ولسوالۍ څخه پیل تر چاهي ولسوالۍ پورې دی او راتلونکو دوو کالو کې به بشپړ شي.»

د قراردادي شرکت مسوول امان الله زهیر وايي: « حکومت او ولس ته ژمنه ورکوو چې پروژه به په ښه کیفیت له ټاکلي وخت څخه وړاندې تطبیق کړو. موږ به د چمتو کړي پلان له مخې په یوه وخت کې په څو سېکشنونو کې کار کوو.»

دا سړک چې له بلخ ولسوالۍ څخه پیل او له چاهي او دولت اباد ولسوالیو په تېرېدو د جوزجان قرقین او خماب ولسوالیو کې د ۹۱ کلیومټرو په اوږد والي له ترکمنستان هېواد سره نښلېږي.

همدارنګه، چارواکي په دې ډول عام المنفعه او ملي پروژو کې د خلکو همکاري مهمه بولي او ټینګار کوي چې ځايي خلک دې د دې سړک په ساتنه کې خپل مسوولیت اداء کړي.
د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال عبدالکریم فاتح وايي: « د پروژې له پلي کېدو څخه وروسته مو غوښتنه دا ده چې د سیمې خلک د دې پروژې په ساتلو کې همکاري وکړي. باید د داسې کارونو له ترسره کولو ډډه وشي چې د سړک د تخریب سبب کېږي.»

د بلخ والي مرستیال نورالهادي ابو ادریس وايي: « خلک دې ډاډه اوسي چې راتلونکو څو کالو کې به ګام په ګام د دوی ټولو ستونزو ته رسېدنه کېږي. موږ به که خدای کول ځان بسیا کېږو او د نورو هېوادونو له احتیاج به خلاصېږو.»

ځايي اوسېدونکي د دې سړک له جوړېدو هرکلی کوي او زیاتوي چې په دې سره به یې ګڼې ستونزې حل او د کلفت بندر په بیا ځل فعالیت سره به يې سیمه کې اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره شي.

د سیمې اوسېدونکی عبدالجبار وايي: « د دې سړک اساسي جوړېدل به خلکو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې او ګټې ورسوي.»

د سیمې اوسېدونکی عطا محمد وايي: «موږ له دې سړک سره ډېرې ستونزې لرلې، اصلا ً د تګ راتګ نه و. اوس چې جوړېږي، د خلکو ستونزې به هم ورسره رفع شي. له حکومت مننه کوو چې دا سړک جوړوي.»

شېرخان، حیرتان او آقینه د هېواد په شمال کې هغه سوداګریز بندرونه دي چې دا مهال له منځنۍ اسیا سربېره، اروپايي هېوادونو سره هم د افغانستان راکړه ورکړه ترې ترسره کېږي.

د دې سړک له جوړېدو سره به د افغانستان یو بل بندر(کلفت) هم له ترکمنستان سره وصل او فعال شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist