Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
برېښنا شرکت: برېښنا ته د اړتیاوو زیاتېدل د پرچاویو ډېرېدو سبب شوي

برېښنا شرکت: برېښنا ته د اړتیاوو زیاتېدل د پرچاویو ډېرېدو سبب شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/26

د افغانستان برېښنا شرکت په کابل او یوشمیر ولایتونو کې د برېښنا پرچاوۍ زیاتېدو په تړاو د خلکو شکايتونو ته ځواب ورکړ.

د دې شرکت رییس د ثابتې برېښنا زیات وېش، د صنعتي پارکونو او د استوګنیزو ودانیو زیاتوالی، په زياته کچه د ګډوالو راستنېدل، د اوبو کمښت، د برېښنا شبکې د مزو زړښت او د خلکو له لوري د برېښنا زیات مصرف، د پرچاویو زیاتېدو لاملونه وګڼل.

عبدالباري عمر وايي، دامهال د ټول هېواد په کچه څه باندې ۸ سوه مېګاواټه برېښنا په واک کې شته، خو د خلکو اړتيا ۱ زر ۱۵۰ مېګاواټه ده. برېښنا شرکت د مهالوېش له مخې، دولتي ادارو ته ۲۴ ساعته، صنعتي پارکونو ته ۱۲ ساعته او د استوګنې سيمو ته ۱۰ ساعته نوبتي برېښنا ورکوي.

چارواکي د برېښنا پرچاوۍ وضعيت د برېښنا کمښت له امله ستونزمن بولي، خو د نسبي حل لپاره يې د تره ‌خېلو حرارتي برېښنا د توليد دستګاه فعاله کړې.

د افغانستان برېښنا شرکت اجرایيوي رییس عبدالباري عمر وايي: « موږ ټولو ته اطمینان ورکوو چې دا وضعیت سمېدونکی دی. موږ د برېښنا د کمبود پوره کولو په موخه یوازې ۸۰ مېګاواټه حرارتي دستګاه چالانه کړې. د دې دستګاه یو کیلواټ برېښنا شرکت ته له ۲۰ افغانیو پورته تمامېږي، خو ولس ته یې په ۲.۵ افغانۍ ورکوو.»

د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رییس صفي‌الله احمدزی وايي: « موږ د ورځې په جریان کې په ۴ کټه ګوریو کې خلکو ته برېښنا وېشو او د شپې له خوا هم په دوو کټه ګوریو کې برېښنا ورکوو.»

چارواکي د پرچاوۍ کمولو لپاره له خلکو غواړي چې د برېښنا په لګښت کې سپما وکړي، ترڅو د وېش پر عمومي شبکې فشار کم شي.

د افغانستان برېښنا شرکت اجرایيوي رییس زیاتوي: « د کابل ښار د اوسنیو پرچاویو لامل یوازې د برېښنا کمښت نه دی. موږ یوازې یوه میاشت کې په کابل ښار کې ۳۰۰ عارضې اصلاح کړې دي. د دغو عارضو ۹۵ سلنه لامل ولس او خلک دي. خلک له برېښنا څخه غیر منظمه استفاده کوي. هغه کسان چې اقتصادي وضعیت یې ښه دی، انصاف په نظر کې نه نیسي او ډېره برېښنا مصرفوي. دا دې سبب کېږي چې په لینونو فشار راشي او پرچاوي رامنځته شي. زه له خلکو غوښتنه کوم چې د برېښنا په مصرف کې له انصاف کار واخلي.»

په ورته مهال، چارواکي د برېښنا پرچاوۍ د دوامداره مخنيوي په موخه له زر مېګاواټه زياتې برېښنا د توليد په موخه د ۷۱۹ ميليون ډالرو په ارزښت د ځينو پروژو له پيل هم خبر ورکوي. د دوی په خبره، دا پروژې په کابل، ننګرهار، هرات، بلخ او يو شمېر نورو ولایتونو د تطبيق په حال کې دي او د باد، لمر او ډبرو سکرو په وسيله به ترې برېښنا ترلاسه شي.

عبدالباري عمر په دې اړه وايي: « موږ اوسمهال تقریبا ً تر ۱ زر ۲۰۰ مېګاواټو پورې تړونونه لاسلیک کړي او عملاً یې کارونه روان دي. په تېر یوه کال کې تقریبا ً د ۵۰.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت د برېښنا پر تولید پانګونه شوې. په مجموعي توګه ۷۱۹.۲ میلیون ډالره په ارزښت د سلګونه مېګاواټه برېښنا د تولیدونو عملي چارې روانې دي.»

د افغانستان برېښنا شرکت چارواکي دغه راز وايي، د برېښنا شبکې رغول د پرچاوۍ په مخنیوي کې مهم رول لري او سږ کال به پرې ۱.۱ میلیارده افغانۍ ولګول شي. دوی ډاډ ورکوي چې درې کاله وروسته به افغانستان د برېښنا په برخه کې تر۷۰ سلنو پرځان بسیا شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist