Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کډوالو او فعالانو پاکستان کې د افغان کډوالو ضد چلن پر وړاندې د اعتراض پرلټ کړی

کډوالو او فعالانو پاکستان کې د افغان کډوالو ضد چلن پر وړاندې د اعتراض پرلټ کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/24

پاکستان چې تل یې په دې هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو څخه پر افغانستان د فشار د یوې وسیلې په توګه کار اخیستې، د اسلامی امارت له بیا واکمنېدو راهیسې یې دا بهیر لا ګړندی کړی.

اسلام اباد وروسته له هغې چې له کابل سره یې د پاکستاني طالبانو تحریک پر سر اړیکې ترینګلې شوې او د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې وسله والې نښتې وشوی، د افغان کډوالو پر وړاندې د ظلم او زور زیاتي له ټولو حدودو تېر شو.

د بشر او کډوالو د حقوقو یو شمیر فعالانو، د افغان کډوالو په وړاندې د اسلام اباد ظلم او زور زیاتي ته په غبرګون کې د ډیورنډ د پولې بلې غاړې ته د اعتراض خیمې درولې دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو استازی اکرم خان وايي:« کوم افغانان چې له پاکستان څخه افغانستان ته ځي یا ډیپورټ کېږي، نه باید د هغوی کور، ځمکې یا نورو شتمنیو ته نقصان ورسېږي. همدارنګه نه باید د هغوی بې عزتي وشي.»

یو پاکستان مېشت افغان کډوال وايي: « موږ له سفر نیولې تر وزیره، ټولو څخه هیله لرو چې زموږ د ستونزو غم وخوري.»

اعتراض کوونکي وايي، پاکستاني چارواکو د افغان هلکانو او نجونو پر وړاندې د ښوونځي دروازې هم تړلې دي او دغه بهیر لا روان دی.

اعتراض کوونکي د پاکستاني چارواکو د دې چلن پر وړاندې بیا د ملګرو ملتونو د ادارو او په تېره بیا د کډوالوعالي کمېشنرۍ پر چوپتیا  انتقاد کوي او په افغانستان کې دننه د زده کړو د زمینې د برابرولو غوښتنه کوي.

د بشري حقونو فعال عبدالکریم مبارز وايي: « له دواړو هېوادونو هیله لرو چې یوڅه نرمښت وښيي، ترڅو هلته د تعلیم دروازې خلاصې شي. له بلې خوا ژمی هم را روان دی او خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.»

یوه پاکستان مېشته افغان کډواله وايي: « د پاکستان دولت له افغان مهاجرو سره بې رحمانه چلن کوي. دلته په کمپونو کې راټول کړي کډوال هم له سخت وضعیت سره مخ دي، مناسب ځای نه لري او روغتیايي وضعیت یې ښه نه دی. د پاکستان له دولت غوښتنه کوم سهولتونه رامنځته کړي.»

د چارو یو شمیر کتونکي بیا په دې باور دي چې پاکستان تل له کډوالو څخه پر افغان حکومت د فشار د یوې وسیلې په توګه کار اخلي، ترڅو خپل اهداف پلي کړای شي.

د افغانستان د کډوالو او راستانېدونکو چارو وزارت له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په تېره لړم میاشت کې ترکیې، ایران او پاکستان شاوخوا ۲۵۰ زره افغانان هېواد ته راستانه کړي چې ډېره برخه یې له پاکستان څخه په اجباري ډول ایستل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist