Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بښنې نړیوال سازمان او حقوق پوهانو نړیوال کمېسیون ا.ا د بشر ضد پر جرمونو تورن کړی

د بښنې نړیوال سازمان د پښتون ژغورنې غورځنګ د شپږو غړو ترې تم کېدو ته غبرګون ښودلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/23

بښنې نړیوال سازمان په خیبر پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د شپږو غړو ترې تم کېدو ته سخت غبرګون ښودلی.

یاد سازمان ویلي، د روانې نومبر میاشتې پر ۱۲ نیټه له پیښور د پښتون ژغورنې د غورځنګ شپږ غړي لادرکه دي چې لاهم دا څرګنده نه ده، چې دوی چیرته وړل شوي دي.

دغه سازمان په یو بیان کې ویلي دي چې د پاکستان حکومت دې ژر تر ژره دغه شپږ کسان په خوندي ډول خپلو کورونو ته ستانه کړي.

په تري ‌تم شویو کسانو کې حنيف پښتين، نورالله ترين، فرمان وزير، سید عرفان‌الله، عدنان وزير او حبيب وزير شامل دي.

د بښنې نړيوال سازمان ویلي دي، د دغو کسانو لادرکه کېدل په پاکستان کې او په تېره بیا په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د مخالفینو د هدف ګرځولو وېرونکې بیلګه ده.

دغه سازمان زیاته کړې:« د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي نورالله ترین، حنیف پښتین، سید عرفان الله، فرمان وزیر، عدنان وزیر او حبیب وزیر د نومبر پر ۱۲ نېټه په اجباري ډول لادرکه کړای شوی او تر اوسه یې د ځای ځایګي په اړه هېڅ مالومات نشته. د دغو کسانو جبري لادرکه کېدل په پاکستان کې او په تېره بیا په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د جبري لادرکه کولو وېرونکې بېلګه ده چې په کې مخالفین په نښه کیږي. د پاکستان له حکومته غوښتنه کوو چې ژر تر ژره دې دغه کسان په خوندي ډول خپلو کورونو ته ستانه کړي او په دې اړه دې بې پرې څېړنې وکړي او په دغو قضیو کې ښکیل کسان دي تر عدلي تعقیب لاندې ونیسي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ ياد غړي وروسته له هغې تري ‌تم شول چې د تحريک انصاف ګوند په بلنه يې په پېښور کې د خيبرپښتونخوا امنيتي وضعيت په اړه د ګوندونو د استازو په يوه غونډه ګډون کړی و.

د جمعې په ورځ پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو تري ‌تم شویو غړيو د بيا موندلو په موخه په بروکسيل کې د اروپا پارلمان مخې ته په داسې حال کې لاريون وکړ چې د پاکستان بهرنيو چارو وزير په کې وينا کوله.

د سیاسي چارو شنونکي هم له پښتنو سره د پاکستان د حکومت او پوځ روان چلن ظالمانه بولي او ټينګار کوي چې د دوی پر وړاندې بايد خپلې تګ‌لارې بدلې کړې.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« د پښتنو پر وړاندې دې د پاکستان نظامي او استخباراتي ادارو دسیسې له لسیزو راهیسې روانې دي، دوی پښتانه مشران، پښتانه روڼ اندي او پښتانه روشن فکره مشران نه پرېږدي چې د سیمې په پرمختګ او ټيکاو کې کردار ولوبوي، دوی د لر او بر یو افغان نعرې او د لر او بر یو افغانستان دوښمنان دي.»

ځيني نور  بیا په ټوله کې له پښتنو سره د پاکستان د حکومت او پوځ چلن ته په ا شارې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د خلکو د حقونو خوندي کولو په موخه دې په اسلام اباد فشارونه زیات کړي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي:« اوس یې وخت رارسېدلی چې ټول هغه نړیوال سازمانونه له پاکستانه د ټولو هغو تري تم شویو ځوانانو او وژل شویو ځوانانو او په دغې لارې کې هغه ځوانان چې ورسره ظلم شوی دی، غوښتنه وشي چې په څه باندې، د چا له لوري او ولې دا کارونه وشول؟ دا لومړی ځل نه دی او نه هم وروستی ځل دی چې پاکستان کې داسې پېښې ترسره کېږي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښانو تري‌تم کېدو په تړاو دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې د علي وزیر او حاجي صمد په ګډون ځينې مهم غړي له کلونو راهيسې په داسې حال کې د نا معلومې مودې لپاره زندان ته اچول شوي، چې پرې شوې ادعاوې نه دي ثابتې شوي. 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist