Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خبریالانو خوندیتوب کمېټه: اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې لاهم ستونزې شته

د خبریالانو خوندیتوب کمېټه: اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې لاهم ستونزې شته

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/20

د افغان خبریالانوخوندیتوب کمېټې مسوولین په خوست ولایت کې له خبریالانو سره ناسته کې ټینګار کوي چې اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې دې یو منظم او واحد مکانېزم رامنځته شي، ترڅو له مخې يې رسنیز فعالیتونه لا اغېزناک او معیاري شي.
دوی که څه هم دې په دې برخه کې د ستونزو هواري ته هیله من دي او د اسلامي امارت له راتګ وروسته په هېواد کې د ۱۸۰ نویو رسنیو له فعالیت پیل کېدو سربېره زیاتوي، ګڼې رسنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د دوام لپاره یې جدي ملاتړ ته اړتیا لري.

د افغان خبریالانو د خوندېتوب کمیټې مشر جمیل وقار وايي: « دا ښکاره خبره ده چې ستونزې زیاتې دي. که دا اقتصادي اړخ وي یا اطلاعاتو ته لاسرسی یا هم په ځینو برخو کې د قوانینو نه شتوالی. دغه راز، خبریالان د ظرفیت لوړولو ته هم اړتیا لري.»

اخوا سیمه‌ ییز مسوولین ډاډ ورکوي چې د خبریالانو او رسنیو د ستونزو هوارولو ته ژمن دي. د دوی په خبره، په خوست کې د امارت له راتګ وروسته څو نوي رسنیز ادرسونه هم فعال شوي او د خبریالانو پر وړاندې هم د ستونزو جدي قضیې نه‌ لري.

د خوست اطلاعاتو او فرهنګ رییس شاه حسین مسجدي وايي: « خبریالان او ژورنالېسان د ملت سترګې او غوږونه دي. دوی چې کوم څه په سترګو ګوري، د ملت تر غوږونو یې رسوي.»

د خوست امربالمعروف ریاست استازی مفتي عبدالله ابدالي وايي: « د امربالمعروف اداره له رسنیو سره ډېره نږدې پاتې شوې، که چېرې دوی ته د اصلاح لپاره کومه خبره شوې وي او دوی پرې پوه شوي نه وي، اوس اقرار کوي چې دا خبره زموږ په ګټه وه.»

په همدې ناسته کې ځایي خبریالانو له حکومتي مسوولینو او اړوند بنسټونو غوښتي چې د خبریالانو او رسنیو ملاتړ وکړي او د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د نړیوالو مرستندویو بنسټونو پام را واړوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist