Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې د لومړي ځل لپاره د کرنیزو محصولاتو د کیفیت معلومولو لابراتوار جوړ شو

کندهار کې د لومړي ځل لپاره د کرنیزو محصولاتو د کیفیت معلومولو لابراتوار جوړ شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/19

کندهار کې د لومړي ځل لپاره د خصوصي سکټور له لوري د کرنیزو محصولاتو د کیفیت معلومولو معیاري لابراتوار جوړ او ګټه اخیستنې ته وسپارل شو.
دا لابراتوار د محصولاتو د کیفیت معلومولو، د نباتاتو د ناروغیو تشخیص او د کورنیو محصولاتو د معیاري کولو په موخه جوړ شوی.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د دې لابراتوار د پرانېستنې پر مهال ویلي، د داسې معیاري لابراتوارونو نه شتوالي د هېواد ډېری کرنیزمحصولات د صادراتو په پروسه کې له ننګونو سره مخ کړي، خو د دې مرکز په فعالېدو سره به  ډېری ستونزې هوارې شي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي: « خو له بده مرغه د کرنیزو محصولاتو د موادو، خاورې او اوبو د تشخیص په برخه کې د معیاري لابراتوار نه شتون له ډېرې مودې راهیسې د دې سبب شوی چې د محصولاتو کیفیت او د تولید کچه راټیټه او بزګران مو له تاوان سره مخ شي. زه هیله لرم چې د وزیر زي کرنیزو محصولاتو مرکز به په دې برخه کې شته اړتیاوې تر یوه حده پوره کړي.»

په ورته مهال، یو شمېر نورو چارواکو هم  د ورته او په نورو بېلا بېلو برخو کې پر پانګونه ټینګار کوي او له پانګوالو غواړي چې له اوسني فرصت په استفادې سره صنعتي او تولیدي سکټورونو کې پانګونه وکړي.
د عامي روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین حمداالله زاهد وايي: « زموږ پر هېواد له شاوخوا څخه د ستونزو حصارونه راتاو وو، خو د خدای په فضل دا حصارونه ورځ تر بلې ماتېږي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین احمدالله زاهد وايي: « د دې پارکونو د تفصیلي پلان او ډیزاین جوړولو لپاره مو یو پکېج جوړ کړ چې په کې د پارک ټولې اړتیاوې مو په پام کې نیولې دي. دا مهال د ۱۵ ولایتونو لپاره ۱۰۹ زره جریبه ځمکه خصوصي سکټور ته ورکړې او لګیا دي کار کوي.»

د لابراتوار مسوولین وايي، دا مرکز د لومړي ځل لپاره په نړېوالو معیارونو د ۲ میلیونه ډالرو په لګښت جوړ شوی او وړتیا لري چې محصولات د کیفیت او د صادراتي معیار له پلوه وڅېړي او تایید یې کړي.

د کندا وزیرزي کرنیز لابراتوار مسول ضیاالحق وزیر زی وايي: « د دې مرکز له فعالېدو سره به د افغانستان ټول صادراتي توکي په هغه معیار چې نړیوال ورته اړتیا لري، برابرېږي.»

د کندا وزیر زي لابراتوار اجرائیوي مسول نجیب الله مومند وايي: « په هېواد کې د ننه د بې کیفیته خوراکي موادو د کارونې له امله زموږ زرګونه هېوادوال په ناروغیو اخته کېږي. دا لابراتوار به وکولی شي چې ټول داخلي او بهرني خوراکي توکي د کیفیت له پلوه چک کړي.»

مسوولین زیاتوي، د دې لابراتوار فعالېدل به د کورنیو محصولاتو کیفیت تضمین او نړیوالو بازارونو ته به د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د ورننوتلو لپاره مهم ګام پورته شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist