Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جاپان او ملګرو ملتونو د افغان ښځو اقتصادي پياوړتیا لپاره هوکړه لاسلیک کړه

جاپان او ملګرو ملتونو د افغان ښځو اقتصادي پياوړتیا لپاره هوکړه لاسلیک کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/19

جاپان د افغانستان له ښځو څخه د مالي ملاتړ او لاسنیوي په برخه کې د ملګرو متلونو له پراختیايي پروګرام(یو‌اېن‌ډي‌پي) سره د څه کم ۶ میلیون ډالره مرستې هوکړه لاسلیک کړه.

دغه مرسته چې د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې(جایکا) له لارې ترسره کېږي، د افغانستان په څلورو ولايتونو بلخ، تخار، بدخشان او پکتیکا کې له څه باندې دوه زره تنو ښځو سره د مالي ملاتړ او د وړو کاروبارونو په وده کې مرسته کوي.

د جاپان شاژردافیر له افغانانو سره د مرستو او همکاریو د دوام ترڅنګ وايي، دا پروژه به ښځو ته دوه نیم زره کاري فرصتونه ایجاد کړي او د هغوی د کورنیو د مالي ملاتړ په برخه کې به مهمه ونډه ولري.

کابل کې د جاپان سفير کنیچي ماساموتو وايي: « دا پروژه د ۵.۸۸ ميليون ډالرو په ارزښت د جاپان حکومت په مالي مرسته د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې له لارې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له لوري  پلي کېږي چې له افغانانو سره زموږ ملګرتیا ښيي. د دې ترڅنګ دا پروژه د ملګرتیا له لارې، هیلو، ثبات او فرصتونو ته د رسېدو مسیر پر لور زموږ د ګډ باور ښکاروندويي هم کوي. دا پروژه مالي برخې، تشبثاتو او خوندي برخو ته د افغان ښځو لاسرسی لنډوي چې له امله به یې زرګونه ښځې او کورنۍ ترې ګټه پورته کړي.»

بل پلو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام استازی له پرمختګونو سره سره لا هم افغانستان له اقتصادي بحران سره مخ هېواد بولي او وايي، دامهال له څلورو درې افغانان د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره سخته مبارزه کوي.

نوموړی په هېواد کې د ورته پروژو پیل د افغان ښځو او افغاني ټولنو د مالي ملاتړ او شخصي عوایدو ترلاسه کولو په برخه کې مهم ګام ګڼي او وايي، افغان ښځو ته د تړلو کاري دروازو په پرانیستلو کې مهم ونډه لوبولی شي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام استازی سټېفن رودریګز وايي: « په افغانستان کې یوازې شپږ سلنه ښځې له کوره بهر کار کوي، خو دا شمېره بیا په نرانو کې ۸۵ سلنه ده. دا یوازې یوه احصائیه نه ده بلکې د وړتیاوو، عوایدو او د کورنیو او ټولنو د ظرفیت د لاسه ورکولو ښکارندویي کوي. د دې ترڅنګ، بل تریخ حقیقت دا دی چې ښځې په افغانستان کې شاته پرېښودل شوې دي. له همدې کبله دا ډول پروژې چې نن یې موږ په لاره اچوو، په دې برخه کې د ستونزو د حل لپاره ډېر د اهمیت وړ دی. دا ډول پروژې د ښځو پرمخ تړلې دروازې پرانیزي او په اقتصادي ژوند کې د ونډې اخیستو لپاره هغوی ته لازم ابزار، ملاتړ او فرصتونه په لاس ورکوي.»

د جاپان حکومت له لوري له ښځو دا مالي ملاتړ داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې له خوا د افغانستان د ښځمنو خصوصي سکټور د ودې په موخه مرستې شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist