Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ناپېژانده وسله والو د پاکستان په پنجاب ایالت کې د داعش ډلې مهم قومندان وژلی

ناپېژانده وسله والو د پاکستان په پنجاب ایالت کې د داعش ډلې مهم قومندان وژلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/18

د پاکستان پنجاب ایالت دا ختراباد ښار د پاټک په سیمه کې د داعش ډلې خراسان څانګې مهم او لوړ پوړی قوماندان وژل شوی.

د راپورونو له مخې، د داعش ډلې دغه مهم غړی برهان نومېده چې په  زید مشهور و او د پاکستان په پنجاب کې د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی.

په همدې حال کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د داعش ډلې د دې غړي وژل کېدل ښه خبر بللی.

زلمي خلیلزاد ویلي: « دا له پاکستان څخه ښه خبر دی چې د داعش خراسان یو لوړپوړی قوماندان برهان چې پر زید هم مشهور و، د پنجاب د اختراباد ښار په پاټک سیمه کې وژل شوی دی.»

کارپوهان بیا وايي، له دې بل ستر ثبوت او سند نه شته چې د داعش ډلې مهم غړي په پاکستان کې یو په بل پسې وژل کېږي او دا د دې ښکاروندويي کوي چې دا ډله په پاکستان کې فعال مرکزونه او ملاتړي لري.

د دوی په خبره، داعش نه یوازې افغانستان بلکې د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ دی او اوس نړیوالو ته په کار ده چې د دې ډلې او ملاتړو پر وړاندې یې جدي ګامونه پورته کړي.

د سیاسي چارشنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « د هرې میاشتې او اوونۍ په تېرېدو سره وینو چې د داعش جګ پوړي مشران او قوماندانان په پاکستان کې وژل کېږي. دا د افغانستان په اړه د پاکستان د هغو ناسمو تورونو ثبوت دی چې وايي داعش په افغانستان کې دی. نړیواله ټولنه باید په دې اړه ګامونه پورته کړي او نړۍ د دې ګډ دښمن له شره خوندي کړي.»

خو ځینې نور بیا وايي، که نړیوال له دغو ثبوتونو سربېره بیا هم په پاکستان کې د داعش ډلې د مرکزونو او ملاتړو پر وړاندې چوپ پاتې شي، نو دا کار به یې بشري خیانت وشمېرل شي.

د دوی په خبره، لکه څنګه چې نړۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې شعارونه ورکوي، نو باید په عمل کې یې هم ثابته کړي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « په پاکستان کې د داعش د جګ پوړي غړیو وژل کېدو په تړاو د نړۍ چوپتیا، له ټولې او په ځانګړې توګه افغانستان سره ستر خیانت دی.»

له دې وړاندې هم د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې د داعش ډلې مهم غړي د ځايي وسله والو له لوري وژل شوي دي. اسلامي امارت هم په دې تړاو کره شواهد او معلومات له پاکستاني لوري سره شریک کړي او له اسلام اباد یې غوښتي چې پر وړاندې یې ګامونه پورته کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist