Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پښتین: د پاکستان پوځ د تګلارو له امله د خیبرپښتونخوا عام خلک قرباني ورکوي

پښتین: د پاکستان پوځ د تګلارو له امله د خیبرپښتونخوا عام خلک قرباني ورکوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/17

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو ځل بیا په خیبرپښتونخوا کې د پاکستان پوځي رژیم پر سیاسي تګلارو نیوکه کړې او ویلې یې دي چې هتله هره ورځ د دوی د تګلارو له امله ولسي خلک قرباني ورکوي.

د دې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وایي، د پاکستان پوځي رژيم په خیبرپښتونخوا کې جوماتونه او ولسي خلک په نښه کوي. د نوموړي په خبره، د جمعې په ورځ د پاکستان پوځ د مستعمره پښتونخوا د باجوړ، خار تحصیل کوثر کلي کې یو جومات په نښه او شهید کړی دی.

پښین زیاته کړې، د پاکستاني پوځ له خوا د دغو بریدونو په دوام د شنبې په ورځ هم د بنو په اکبرعلي خان کلي کې یو جومات په نښه کړی چې په کې درې لمونځ کوونکي ټپیان شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین ویلي: « پاکستان د پښتنو مخکښ او خیرخوا کسان لادرکه کوي، خو برعکس هغه خلک ستایي چې د خیبرپښتونخوا د کورونو، بازارونو، جوماتونو د ړنګولو او د بې ‌ګناه پښتنو په نسل وژنه کې ښکیل دي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر همدارنګه د پاکستان پر پوځي رژیم نیوکه کړې چې هره ورځ په خیبر پښتونخوا کې د دوی د تګلارو له امله ولسي خلک قرباني ورکوي.

منظور پښتین پرهغو رسنیو، خبریالانو او نورو سیاسي فعالانو هم نیوکه کړې چې د پاکستان پوځ پر کړنو سترګې پټوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین ویلي: « پر پښتنو روان ظلم، جبر، بې‌عزتۍ او بې ‌حرمتۍ په هېڅ حساب نه شماري، خو که د پښتنو قاتل پوځ او جنرالانو د خوشحالولو ځای راشي، نو څو ورځې یې ستاینې روانې وې او دفاع یې کوي. نه پوهېږم دا ډول خلک به له پښتنو سره د تاریخي جفا نه وروسته په کوم نظر د دې وطن له خاورې او غرونو سره سترګې مخامخ کوي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر نور فعالان هم وایي چې په خیبرپښتونخوا کې د پاکستان پوځي رژیم کړنو ته یو شمېر سیاسي کړیو لار پرانېستې ده. د دوی په خبره، دا کړۍ د پاکستان پوځي رژیم ته لارې پرانیزي، تر څو د پښتنو پر سیمو او ولسي خلکو بریدونه وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي شورا غړی زبیر شاه اغا وايي: « دلته میډیا، سیاستوال او فعالان د پاکستان جابر پوځ خوشاله ساتلو لپاره د پښتون قوم پر وژلو او ځورولو غلي دي.»

د چارو څارونکي وایي، د پاکستان پوځ له کلونو راهیسې هڅه کوي چې په خیبرپښتونخوا کې د پښتنو پر وړاندې غیرانساني او د نړیوالو قوانینو خلاف سیاستونه عملي کړي.

دوی وايي، هلته هره ورځ پښتانه زلميان نادرکه کېږي، خو یو شمېر ګوندونه او سیاسي فعالان یې پر وړاندې چوپ دي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « کله چې امریکا پر افغانستان نظامي برید وکړ، پاکستان له دې موقع ښه ګټه پورته کړه او امریکا ته یې دا وویل چې ترهګر په دې ازادو قبایلو کې دي. د پاکستان هدف دا و چې له یوې خوا به قبایل ختم کړي او له بلې خوا به په میلیونونو ډالر ترلاسه کړي. دوی همداسې وکړل.»

په ورته مهال، د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر هم یو ځل بیا د پاکستاني پوځ پر روانو عملیاتو سختې نیوکې کړې او تور یې لګولی چې پوځ د ترهګرۍ په نوم ولسي خلک په نښه کوي.

سهیل افریدي ویلي، په تیرا کې د پوځ په وروستیو عملیاتو کې وژل شوي ۲۱ کسان ټول ولسي وګړي وو او په هغوی کې یو هم وسله ‌وال نه و.

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي دغه راز ویلي: « د پاکستان پوځ د ترهګرۍ تر عنوان لاندې زموږ له خلکو وینې څښي. دا ښکاره بدمعاشي او له بشري حقونو سرغړونه ده.»

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د پاکستان پوځي رژیم په خیبرپښتونخوا کې د ولسي خلکو پر کورونو، جوماتونو او ښوونځیو د ترهګرۍ په نامه  پوځي عملیات پیل کړي چې هره ورځ په کې ولسي خلک قربانۍ ورکوي.

هلته په سیمه کې ځایي رسنۍ، خبریالان او سیاسي فعالان بیا د پاکستان پوځي رژیم په کړنو چوپ پاتې کېدل غوره ګڼلي او سترګې یی پرې پټي کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist