Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حق شناس: د نړیوال ټرانسپورټ او لوجیسټیک فورم کې د افغان رېل کرښو پر پراختیا خبرې شوې

حق شناس: د نړیوال ټرانسپورټ او لوجیسټیک فورم کې د افغان رېل کرښو پر پراختیا خبرې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/17

د ټولګټو وزارت پلاوي د ازبېکستان هېواد په کوربه توب د نړیوال ټرانسپورټ او لوجيسټیک په فورم او نندارتون کې ګډون کړی.

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي، دا نړيوال فورم او نندارتون د اوزبېکستان په کوربه توب د یاد هېواد په تاشکند ښار کې د روان میلادي کال د نومبر له ۱۱مې څخه د نومبر تر ۱۳مې نېټې پورې جوړ شوی و چې په کې د سیمې او نړۍ هېوادونو مسوولینو او د اوسپنې پټلۍ اړوند شرکتونو ګډون درلود.

د حق شناس په خبره، فورم او نندارتون ته د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معين محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ورغلی و.

په دې فورم کې به د ګډونوالو هېوادونو استازي د ټرانسپورټ او رېل ‌پټلۍ پر نوو پروژو او لاسته ‌راوړنو بحث او خبرې وکړي.

د فورم په څنډه کې د افغانستان پلاوی د عربي اماراتو، قزاقستان او ازبېکستان له استازو سره د هرات–کندهار رېل ‌پټلۍ، د افغان–ټرانس پروژې او پر سوداګریزو اسانتیاوو خبرې کړې.

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د افغان پلاوي د لیدنو په اړه وايي: « د دې نندارتون په څنډه کې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د متحده عربي اماراتو د اوسپنې پټلۍ ادارې له پلاوي، د قزاقستان د اوسپنې پټلۍ له مرستیال او د اوزبېکستان د اوسپنې پټلۍ له رییس او لومړي مرستیال او همدارنګه د افغان–ټرانس پروژې شاملو هېوادونو د استازو سره جلا جلا لیدنې وکړې. په دغو لیدنو کې د بېلابېلو مهمو موضوعاتو لکه د هرات–کندهار د اوسپنې پټلۍ رغولو او عملي کار پیل، د قزاقستان هېواد اوسپنې پټلۍ له لارې له چین څخه افغانستان ته او له افغانستان څخه چین ته د انتقالاتو د ټرانزیټ بیو کې تخفیف، د افغان–ټرانس پروژې تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو پیل او همدارنګه د اوزبېکستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د تجارتي توکو د لېږد رالېږد اسانتیاو برابرولو، تخفیفونو او سوداګرو ته د لا ډېرو سهولتونو چمتو کولو په اړه خبرې اترې وشوې.»

د حق شناس په خبره، په دې لیدنو کې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو په پیاوړتیا هم خبرې اترې وشوې او دواړو اړخونو د ټرانسپورټي زیربناوو رغولو او د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو پر زیاتولو  ټینګار وشو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist