Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملا برادر: که پاکستان لارې خلاصول غواړي، باید معتبر تضمین ورکړي

ملا برادر: که پاکستان لارې خلاصول غواړي، باید معتبر تضمین ورکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/13

د پاکستان له لوري د سوداګريزو لارو د بندښت دوام او پر وړاندې يې د افغانستان قاطعانه پرېکړه!

د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال کابل کې د یوې غونډې پرمهال سوداګرو ته سپارښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې د سوداګرۍ لپاره د پاکستان په ځای بدیلې لارې ولټوي.

ملاعبدالغني برادر چې له سوداګرو او اړوندو ادارو له مسوولینو سره یوې ناستې ته وینا کوله، دا خبرداری یې هم ورکړ چې که د دوی له سپارښتنې سربېره بیاهم سوداګر له پاکستان سره خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکوي، نو د ستونزې د پېښیدو په صورت کې به اسلامي امارت د دوی غږ وا نه وري.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي: « دا چې پاکستان په کراتو د سوداګرۍ پر مخ لارې تړي او اوس یې هم تړلې دي، له تجارتي او بشري مواردو یې سیاسي استفاده کړې او د دواړو هېوادونو تجاران او صنعتکاران یې متضرر کړي دي، اسلامي امارت اړ شو چې دا پرېکړه وکړي. که پاکستان لارې خلاصېدل غواړي، نو په داسې کلکو او معتبرو تضمینونو به ورسره خلاصېږي چې په هېڅ ډول حالاتو او شرایطو کې یې بیا ونه تړي.»

افغان سوداګرو او اړوندو ادارو ته دا سپارښتنه په داسې مهال وشوه چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اسلامي امارت او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتو وروسته، پاکستان له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې ټولې سوداګریزې او ټرانزیټي لارې تړلې دي.

ملا برادر له هغو سوداګرو چې په پاکستان کې یې له دې وړاندې قراردادونه کړي وغوښتل چې په درېیو میاشتو کې دې په پاکستان کې خپل ټول حسابونه تصفیه کړي.

برادر مالیې وزارت ته امر وکړ چې له درېیو میاشتو وروسته دې له پاکستان څخه واردېدونکي توکي نه محصولوي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په دې اړه وویل: « د هېواد ټول صنعتکاران او سوداګر دې د پاکستان پر ځای له نورو بدیلو لارو سوداګرۍ ته مخه کړي. زه له ټولو محترمو سوداګرو څخه په ټینګار غواړم چې د صادراتو او وارداتو بدیل انتخابونه ژر عملي کړي، ترڅو مو د پاکستان سره صادرات او واردات د خنډ او ځنډ سره مخ نه شي. همداراز هغه مواد چې تر اوسه مو په پاکستان کې خریداري کول، د خرید او واردولو لپاره یې د نورو هېوادونو او مارکېټونو تلاش وکړئ. د دې خبرتیا له لارې اسلامي امارت خپلې غاړې خلاصوي او په واضح ډول درته وايي چې که له دې خبرتیا وروسته هم تجاران مالونه د پاکستان له لارې واردوي او یا یې صادروي، د ستونزو د رامنځته کېدو په صورت کې یې اسلامي امارت هېڅ ډول مشکل ته رسېدنه نه کوي او نه یې غږ اوري.»

د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال همدارنګه څرګنده کړه چې که د پاکستان لاره دا ځلې خلاصیږي، نو په داسې ضمانتونو به خلاصیږي چې نه به د جنګ په صورت کې بندیږي او نه به هم په کومه بله پلمه.

نوموړي وویل، پاکستان د سوداګرۍ او ټرانزیټې لارو څخه د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي او بیا بیا یې دا لارې په بېلابېلو پلمو د افغان سوداګرو پر مخ تړلې دي.

ملا عبدالغني برادر اخوند په دې اړه وايي: « له پاکستان څخه د دوا واردوونکو څخه په ټینګار غواړم چې خپل واردات مو له نورو هېوادونو او نورو لارو څخه ترسره او ژر تر ژره له بدیلو لارو استفاده وکړئ. که چا په پاکستان کې قراردادونه یا خریدارۍ کړې وي، درې میاشتې وخت ورکول کېږي. په همدې موده کې دې خپل ټول حسابونه هلته تصفیه او کار دې را ونغاړي.»

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د موجوده ستونزو د هواري لپاره تمه کېده چې د استانبول مذاکرات به نه یوازې د کابل او اسلام اباد ترمنځ سیاسي ستونزې هوارې کړي، بلکې سوداګریزې لارې به بیا پرانستل شي، خو د مذاکراتو ناکامي او د لارو د بند پاتې کېدو په اړه د اسلام اباد پرېکړو د کابل زغم پای ته ورساوه او د تجارت بندولو ګام یې پورته کړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist