Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د نورستان منډول ولسوالۍ کې د اوبو١١ کانالونه ګټه اخستنې ته وسپارل شول

د نورستان منډول ولسوالۍ کې د اوبو١١ کانالونه ګټه اخستنې ته وسپارل شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/13

منډول ولسوالي چې کرنیزې ځمکې يې تر ډېره غرنۍ او له روانو اوبو لوړې پرتې دي، د کال په ځینو فصلونو کې د اوبو له نه شتوالي سره مخ وې، خو تازه د یادې ستونزې د حل لپاره ورته ویالې او کانالونه جوړ شوي.
د دې ولایت چارواکي واي، د یونپس ادارې په مالي ملاتړ د ډاکار موسسې له لوري د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۱ کانالونه جوړو او ګټه اخیستنې ته سپارل شوي.
دغه کانالونه د یادې ولسوالۍ په ګډوال، چطور، پړوس، پاين ګډوال، کوراج او نورو سيمو کې رغول شوي دي.

نورستان والي زين العابدين عابد وايي: « له نېکه مرغه مو نن د یوولسو کانالونو پرانستنه وکړه. په دغو کانالونو ۱۸ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی. د دغو کانالونو په جوړېدو سره د منډول ولسوالۍ لپاره لوی کار وشو؛ زه ولسونو ته ډاډ ورکوم چې نږدې ورځو کې به نورې پروژې هم پیل شي.»

د نورستان کليو بیا رغونې او پراختيا ریيس محمد ظاهر زرکمر وايي: « په دې پروژه کې ۱۰ کیلو مټره استنادي دېوالونه او ۳۲ کیلو مټره کانالونه په ښه کیفیت جوړ شوي. له ولس څخه مو هیله ده چې د دې ګران بیه پروژو ساتنه وکړي.»

بله خوا، د سیمې اوسېدونکي خوښ دي چې د دغو کانالونو له جوړېدو وروسته به يې له اوبو په بېلا بېلو برخو کې استفاده وکړي.
دوی ډاډ ورکوي چې د یادو کانالونو ساتنې ته به هم پاملرنه زیاته کړي.
د منډول اوسېدونکی محمد یوسف وايي: « دا ځمکې وینئ، دا ټولې له همدې کانالونو اوبه خوري. ان تر چپې درې او پنجشیر پورې دا ځمکې خړوبوي. موږ د چارواکو او موسسې له مرستو او همکاریو مننه کوو.»

د منډول اوسېدونکی حضرت علي وايي: « زه نږدې ۶۰ کاله عمر لرم، خو په دې عمر کې هېچا زموږ خدمت ونه کړ. نن دا والي صاحب راغلی زموږ د حال پوښتنه کوي. دا کانالونه یې موږ ته جوړ کړل او په دې سره به زموږ کلي او ځمکې او دغه راز ژرندې اوبه ولري. موږ له دې خدمت ډېر خوښ یو.»

د نورستان ولایتي مسوولینو د معلوماتو له مخې، د دغو کانالونو له جوړېدو سره به سلګونه جریبه ځمکه خړوبه او له امله يې کرنیزه وده رامنځته شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist