Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د کرنې نوي فصل پیلېدو لپاره د سلما بند اوبه خوشي شوې

هرات کې د کرنې نوي فصل پیلېدو لپاره د سلما بند اوبه خوشي شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/12

هرات کې د کرنې نوي فصل پیل کېدو سره، د کروندګرو د ملاتړ او د کرنې برخه کې د اوبو کمښت ستونزې هوارولو په موخه،  د سلما بند اوبه خوشي شوې.
چارواکي وايي، د پرله پسې وچکالیو د اغېزو کمولو لپاره یې د شل ورځو لپاره ثانیه کې ۸۰ متر مکعبه اوبه خوشي کړې، تر څو د کرنې فصل له پیل سره د دې ولایت ۸ ولسوالیو چشت شریف، اوبه، پشتون زرغون، ګذره، انجیل، زندجان، غوریان او کهسان لپاره او دغه راز په ۱۲۰ کانالونو کې کروندګر د خپلو کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره ترې ګټه پورته کړي.

د هرات والي ویاند محمد یوسف سعیدي وايي: « دا اوبه د ۲۰ شپو او ورځو لپاره د هرات والي په امر د کرنې او زراعت د خړوبولو لپاره خوشي شوې. د همدې لپاره د هرات ولایت له ټولو کروندګرو غوښتنه کوو چې له دې اوبو څخه د څاڅکي په بڼه په غوره توګه ګټه پورته کړي.»
هرات کې د کرنې لپاره د اوبو
کاروونکو ټولنې رییس غلام حبیب هاشمي وايي: « له دې اوبو څخه د ۸ ولسوالیو او ۱۲۱ ویالو کروندګر او بزګران ګټه اخلي. په هره ثانیه کې تقریبا ً ۸۰ مترمکعبه اوبه له سلما بند څخه خوشي کېږي، ترڅو هغه بزګران ترې ګټه پورته کړي چې د مني په فصل کې د کښتونو په کرکیله بوخت دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د هرات کروندګر دا مهال تر ډېره د غنمو، باقلیو او اوربشو په کرکیله بوخت دي.
دا چې سږ کال په دې ولایت کې د کرنې نوي فصل له پیل سره سم د سلما بند اوبه خوشي شوې، د فصلونو راتلونکي ته د کروندګرو هیلې تازه شوې دي.
کروندګر وایي، تېرو وچکالیو سخت ځپلي او هیله لري چې اړوند مسوولین د اړتیا په وخت کې بیا هم د سلما بند اوبه ور خوشي کړي.

کروندګر نور الله وايي: « اوبه یې په ډېر ښه وخت کې را خوشي کړې؛ دا د دهقان فصل دی او هر کروندګر په کې نوی کښت کري.»

کروندګر دلبر وايي: « له تېرو څو کالو راهیسې وچکالۍ زموږ خلک ډېر ځپلي، هغوی چې څاه ګان لري وابه هم لري او چې څاه نه لري، اوبه هم نه لري.»

کروندګر عبدالرازق وايي: « همدا د کښت او کرنې وخت دی او د لړم یا عقرب له ۱۵ مې پيل کېږي. دا د اوبه کولو لپاره ښه وخت دی.»
باور دادی چې د هېواد په کچه د اوبو لوی او کوچني زېرمه کوونکو بندونو له جوړېدو او اوبو مدیریت سره به نه یوازي د وچکالیو پر مهال د اوبو کمښت ستونزه هواره شي بلکي تر ځمکې لاندې اوبو زېرمې به هم بېرته راډکې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist