Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نورستان او پنجشېر ولایتونو ترمنځ د لومړي ځل لپاره سړک جوړ شو

نورستان او پنجشېر ولایتونو ترمنځ د لومړي ځل لپاره سړک جوړ شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/12

د نورستان او پنجشېر ولایتونو ترمنځ ۳۰ کیلومټره سړک جوړ او دغو ولایتونو ته د تګ راتګ ټرانسپورټي لار په لومړي ځل وکارول شوه.
دا سړک چې د یونپس ادارې له خوا د ۱۳.۸ میلیون افغانیو په لګښت د ۵ میاشتو په موده کې بشپړ شو.

 د نورستان والي قاري زین العابدین وايي: «  دا د چپې درې سړک دی چې نن مو ګټه اخیستنې ته وسپاره. د دې سړک کارونه له نن څخه څلور میاشتې وړاندې پیل شوي وو. د دې سړک له لارې به د نورستان منډول ولسوالي له پنجشېر سره وصل شي. په دې سړک تقریبا ً ۱۴ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی.»

د سیمې اوسېدونکي وايي، دا سړک د دواړو ولایتونو اوسېدونکو لپاره ډېر مهم دي، ځکه له دې وړاندې یې موټر رو لاره نه لرله او د تګ راتګ لپاره یې له آسونو کار اخیست.
 ځايي اوسېدونکی نور احمد وايي: « ډېر خوښ یو چې دا سړک له پنجشېر ولایت سره وصل شو. په دې سره به له پنجشیر سره زموږ تګ راتګ نږدې شي او په ځانګړې توګه ناروغان به مو په وخت روغتون ته ورسېږي.»

ځايي اوسېدونکی سلطان محمد وايي: « په تېر کې چې موږ کومې ستونزې لرلې، له دې سړک سره به کمې شي. موږ د خپلو ورځنیو توکو په اکمال کې له ستونزو سره مخ وو، ځکه دا اکمالات د آسونو په وسیله ترسره کېدل.»

که څه هم یاد سړک ګټې اخیستنې ته سپارل شوی، خو د پروژې مسوولین وايي،  له دې لارې د خلکو پراخې ګټه اخیستنې لپاره يې د پراخولو هڅې کوي.
د ډاکار موسسې ساحوي انجینیر شفیع الله وايي: « د دې سړک اوږدوالی ۳۰ کیلومټره دی او ۴ متره سور لري. د سړک کیفیت د اوس لپاره ښه دی، خو اړتیا ده چې نور هم پراخ شي، ځکه دا سړک د هېواد ختیځ له شمال سره وصلوي.»

د يادونې وړ ده چې تر دې مخکې د  نورستان مرکز پارون  د اسټيوي سېم درې سړک له جوړېدو سره، دا ولایت د بدخشان له سرحدي نقطې سره وصل شو او د دواړو ولايتونو د بشپړو نښلېدو هڅې روانې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist