Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان بشري حقونو کمیسیون په خیبر پښتونخوا کې بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون په خیبر پښتونخوا کې بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/12

د پاکستان بشري حقونو کمیسيون په تازه راپور کې چې د خیبر پښتونخوا د امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه يې خپور کړی، هلته پر روان وضعیت ژوره اندېښنه ښودلې.

په راپور کې ویل شوي، په ۲۰۲۵ کال کې پر پاکستاني ځواکونو د شویو بريدونو نږدې دوه پر درېیمه برخه په خیبر پښتونخوا کې شوې او د يادو بريدونو له امله د امنيتي وضعيت په خرابېدو سره، ځايي اوسېدونکي له جبري بېځایه کېدو او عدالت ته له محدود لاسرسي سره مخ  شوي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسيون ویلي: « په خیبر پښتونخوا کې ځايي امنیتي چارواکي د نظم او قانون د تطبیق واک نه لري؛ ځکه د اساسي قانون پر بنسټ دغه واک پوځ سره دی چې له امله یې په ولس کې کرکه رامنځته شوې. هلته تر ډېره روغتیايي مرکزونه بند دي او د کمزوري اقتصاد لرونکي له عایدو بې برخې شوي او دغه راز په مکرره توګه د خلکو بې ځایه کېدل د اغېزمنو ټولنو لپاره اوږد مهاله ناوړه پایلې لري.»

له دې سره هم‌مهماله، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين وايي، په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان پوځي واکدارانو تل له پښتنو هغه حقونه اخیستي چې ژوند ته یې حیاتي ارزښت لري.

نوموړي د پاکستان پارلمان له خوا د دط هېواد د پوځ مشر ته د زیاتو واکونو ورکولو ته په اشارې ویلي، له دې سره به په خیبر پښتونخوا کې د پوځي رژیم ظلمونه نور هم زیات شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين ویلي: « په خیبرپښتونخوا کې نه یوازې جوماتونه، مدرسې، ښوونځي، روغتونونه او مارکیټونه بمبار شوي بلکې د عامو خلکو کورونه هم بمبار شوي دي. که چا له نږدې دغه وضعیت نه وي لېدلی، نو د خپلو نږدې ملګرو یا زموږ له لارې دې معلومات ترلاسه کړي چې دا ظلمونه څنګه ترسره شوي او د خلکو له ملکیتونو څنګه د پوځي مرکزونو په توګه کار اخیستل کېږي.»

شنونکي د پاکستان پوځي رژیم تأسیس په سیمه کې د لویدیځوالو د اهدافو تعقیب لپاره پروژه ګڼي. د دوی په خبره، اسلام‌اباد تل د زبرځواکونو هېوادونو د اهدافو د تحقق لپاره سیمه ناامنه کړې ده.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: «  پاکستان د انګرېزانو له خوا جوړ شوی او ډېر جنایت کارانه سیاست لري. نړیواله ټولنه باید د دوی پر وړاندې ګامونه پورته کړي.»

د پاکستان بشري حقونو کمیسيون له خوا په خیبر پښتونخوا کې د ترینګلي امنیتي وضعیت راپور داسې مهال خپرېږي چې تازه د دې هېواد په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د یوې محکمې مخې ته موټر بم چاودنې ۱۲ کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.

دغه راز تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ته منسوبو ادرسونو ادعا کړې چې دېره اسماعیل خان کې یې د يوه بريد په نتيجه کې ۱۰ پاکستاني پوځيان وژلي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist