Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د لښکرګاه ښاروالي د خپلو عوایدو زیاتېدو خبر ورکوي

د لښکرګاه ښاروالي د خپلو عوایدو زیاتېدو خبر ورکوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/12

ولس ته د حساب ورکولو غونډه کې د هلمند مرکز لښکر ګاه ښاروالۍ مسوولین د عوایدو د زیاتوالي خبر ورکوي.
د مسوولینو په خبره، تراوسه يې ١٣٦ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې د تېر کال په پرتله ۳۶ سلنه ډېروالی ښيي.
د لښکرګاه ښاروالۍ د عوایدو مدیر زمریالی صمیم وايي: « په ۱۴۰۴ مالي کال کې زموږ ثابت او غیر ثابت عواید ۲۵۵ میلیونه افغانۍ اټکل شوي وو چې له ډلې یې موږ ۱۳۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. دا عواید د تېر کال په پرتله ۳۶ سلنه زیاتوالی ښيي.»

مسوولینو په دې غونډه کې دغه راز لښکرګاه ښار کې د روانو رغنیزو پروژو په اړه هم ډاډ ورکړ او وویل، روان کال په دې ښار کې ۱۵ پروژې پلې شوې دي چې ۱۵۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی.
د ښاروالۍ د زېربنا او انجنیرۍ عمومي مدیر محمد عباس ځیرک وايي: « په روان ۱۴۰۴ مالي کال کې د لښکرګاه ښاروالۍ ۱۵ پروژې عملي کړې دي چې ځینې یې تکمیل شوې او ځینې نور تر کار لاندې دي. د دغو پروژو مجموعي لګښت ۱۵۲ میلیون افغانۍ دی چې په کې د سړکونو قیر اچونه، د روښنايي سیسټمونه جوړول، د پلو لارو او پلونو جوړول او د تجارتي مارکېټونو جوړول شامل دي.»

که څه هم د لښکر ګاه اوسېدونکي د ښاروالۍ له چارو خوښ دي، خو د ښار پر معیاري کېدو ټینګار کوي.
د لښکرګاه اوسېدونکی عبدالولي دورانی وايي: « د ښاروالۍ فعالیتونه د ستایلو وړ دی، خو یوه غوښتنه لرو، هغه دا چې د ښار عمومي بازار ډېر کوچنی دی، باید په دې اړه فکر وشي.»

د لښکرګاه اوسېدونکی صالح محمد رودي وايي: « موږ له ښاروالۍ غواړو چې د روانو پروژو کارونه چټک او نوې پروژې هم پلان کړي.»

د لښکر ګاه ښاروالۍ د مسوولینو په خبره، دغو پروژو کې ګڼو خلکو ته  کاري زمینې هم برابرې شوې دي. د دوی د معلوماتو له مخې، اوسمهال یادو پروژو کې ۵۰۰ تنه پر کار بوخت دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist