Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اڅکزی: د پاکستان اوسني حکومت د افغانستان په اړه د انګرېزانو په پله روان دی

اڅکزی: د پاکستان اوسني حکومت د افغانستان په اړه د انګرېزانو په پله روان دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/12

د پښتونخوا عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په مشرۍ د پاکستان د حکومت اوپوزیسيون د لومړي ځل لپاره د افغانستان په باب د دې هېواد پاليسۍ ننګولې دي.

اڅکزي د افغانستان په وړاندې د مسلم ليګ ‌نواز ګوند په مشرۍ د پاکستان ایتلافي حکومت اوسنۍ پالیسي بریټانوي امپراتورۍ ته ورته استعماري بللې ده.

د ده په خبره، که اسلام اباد په خپله پالیسۍ کې بدلون را نه ولي، له افغانستان سره د اړیکو د ښه کېدو تمه نه شي کېدای.

د پاکستان د حکومت اپوزیسيون مشر محمود خان اڅکزی وايي: « د پاکستان اوسني چارواکي د انګرېزانو په پله قدم ږدي او له افغانستان څخه درې غوښتې مطرح لري. د رسمي پولې په توګه د ډیورند فرضي کرښې منل، د افغانستان پر بهرني سياست اغېز لرل او د پاکستان تر کنټرول لاندې د کابل مرکزي حکومت فعالیت. دا ناپوهه او نااهل خلک ان د دوستانو د جوړولو په هنر هم نه پوهېږي.»

د ډېورنډ فرضي کرښې پر سر د افغانستان او پاکستان اختلافات اوږده مخينه لري او دا لانجه د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ، سیاسي او امنیتي کړکېچونو لامل ګرځېدلي چې د شنونکو په باور، پاکستان له همدې امله په افغانستان کې د باثباته نظام د رامنځته کولو په وړاندې خنډونه جوړوي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده  مسعود وايي: « که ریښتیا هم د پاکستان حکومت دا غوښتنې کړې وي، دا نامشروع غوښتنې دي، خوب او خیال دی. د افغانستان ملت پخوا هم دغسې غوښتنې رد کړې وې، اوس یې هم په شدت سره ردوي. افغانستان یو خپلواک هېواد دی او پاکستان باید په خپله پالیسۍ کې بدلون راولي. موږ غواړو د یوه ګاونډي په توګه له دوی سره متمدنه اړیکه ولرو، خو په دې ډول غوښتنو او څرګندونو سره دا اړیکې نورې هم د خرابۍ خواته ځي.»

ځينې نور شنونکي بیا د ډيورنډ کرښې په اړه پرېکړه د دولتونو نه بلکې د ولسونو واک بولي. د دوی په وینا، د اوس لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو عادي کېدل د افغانستان په وړاندې د پاکستان په موجوده سیاست کې په نرمښت پورې تړاو لري.

د نړیوالو اړیکو شنونکی سمیر انګار وايي: « منځنګړي هېوادونه قطر او تورکیه هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور فضا رامنځته کړي او خبرې له اقتصادي چوکاټ څخه د سیاسي تعامل خواته یوسي.»

د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي: « افغانستان او پاکستان نه باید جګړې ته لاړ شي او یو طرف هم دغې جګړې او نیښتو ته اړتیا نه لري. که دا ډول اړیکې او یا جګړې ادامه پیدا کوي، د دواړو هېوادونو خلک یې زیان ویني.»

له دې وړاندې وړاندې د خیبر پښونخوا د صوبایي اسمبلۍ غړي نثار باز هم ویلي وو چې پاکستان له نږدې نیمې پېړۍ راهیسې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي او په کې د خپل نفوذ پراخولو لپاره د افغانستان ضد عناصر او وسله‌ والې ډلې تقويه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist