Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
استانبول کې د مذاکراتو ناکامي؛ ترکیه او ایران یې د بېرته پيل کېدو هڅه کوي

استانبول کې د مذاکراتو ناکامي؛ ترکیه او ایران یې د بېرته پيل کېدو هڅه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/10

د ترکیې په کوربه توب د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو درېیم پړاو له ناکامېدو وروسته، د ایران بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له بهرنيو چارو وزير سره په ټیلفوني خبرو کې د استانبول پر وروستیو مذاکراتو خبرې کړې.

سید عباس عراقچي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو له لارې د ستونزې پر حل ټینګار کړی او په دې تړاو یې د ایران د رغنده رول لوبولو وړاندیز کړی.

نوموړی دغه ‌راز د پاکستان له بهرنيو چارو وزير سره هم غږېدلی ورسره يې د سیمې اغېزناکو هېوادونو په همکارۍ د اختلافونو پر حل ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د تهران د مرستې چمتووالي ډاډ ورکړی.

خو د افغانستان بهرنيو چارو وزير له عراقچي سره خبرو کې ویلي، افغانستان له پاکستان سره د ستونزو حل ته د ډېپلوماسۍ او تفاهم له لارې لومړیتوب ورکوي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا‌ء احمد تکل وايي: « په دې مکالمه کې دواړه لوریو د دوو اړخیزو اړیکو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ استانبول کې پر وروستیو مذاکراتو هم خبرې وکړې. د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو له لارې د ستونزې پر حل ټینګار وکړ او په دې تړاو یې د خپل هېواد له لوري د رغنده رول لوبولو وړاندیز هم وکړ.»

 بل پلو د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له قوله ویلي، نوموړي هیله ښودلې چې د ترکیې په سرپرستۍ به روان مذاکرات دایمي ثبات ته لار هواره کړي. هغه دغه راز زياته کړې، ترکیه به د استانبول خبرو اترو بهیر ملاتړ ته ادامه ورکړي.

د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ د اړیکو دفتر زیاته کړې: « ترکیه سره له دې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اختلافات او ترینګلتیا له نږدې څاري، ترڅنګ یې د دواړو خواوو ترمنځ د اوربند پر ساتنې هم ټینګار لري. ولسمشر اردوغان هیله څرګنده کړې چې د ترکیې په سرپرستۍ ترسره شوي مذاکرات به د دایمي ثبات لامل شي. هغه ټینګار کوي چې ترکیه به د استانبول د خبرو اترو بهیر څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.»

له دې سره، افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني هم د دواړو هېوادونو ترمنځ په مذاکراتو کې د رامنځته شوي انسداد او بن‌بست یوازینی حل ډیالوګ بللی.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي: « د پاکستان او افغانستان ترمنځ د رامنځته شوي بُن‌بست د حل یوازینۍ لاره د مذاکراتو او ډیالوګ دوام دی، حتا که ۳۰ پړاوونو ته هم وغځېږي. که داسې ونه شي، له دې موکې نه به دښمنان ګټه پورته کړي. ګاونډیان باید هېڅکله مذاکراتو ته نه ونه وايي. دا د تاریخ زده کړه ده.»

د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي: « لکه څرنګه چې دا خبرې په دوحه او بیا استانبول کې ناکامې پای ته ورسېدې، د ایران په منځګړیتوب یې هم همداسې وګڼئ. د دې خبرو د کامیابېدو لپاره هیله نه شته.»    

دا هرڅه داسې مهال دي چې د ترکیې په کوربه توب په استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ درېیم پړاو مذاکرات چې د روانې نومبر میاشتې په شپږمه نېټه پيل شوي وو، له دوه ورځو خبرو اترو وروسته بې پایلې اعلان شول.

له دې وړاندې دواړو خواوو لومړی د قطر په پلازمېنه دوحه او بیا د ترکیې په استانبول ښار کې هم د تېرې اکټوبر میاشتې په ۱۹مه او ۲۵مه خبرې اتر وکړې، خو د اوربند له ټینګښت پرته یې ملموسې پایلې ونه لرلې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist