Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ولس: نړیوال بنسټونه دې ارګون کې د پاکستان د بمباریو څېړنه وکړي

ولس: نړیوال بنسټونه دې ارګون کې د پاکستان د بمباریو څېړنه وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/09

د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ کې هغه درد لا هم تازه دی چې د پاکستان پوځي رژیم د وروستي هوایي برید پرمهال په کې د کرېکټ دری ځوان لوبغاړي شهیدان شول.

د شهید شویو لوبغاړو د فاتحې او یاد په تړاو جوړو شویو مراسمو کې چې د افغانستان کرېکټ بورډ مسوولینو او ملي لوبډلې لوبغاړي رحمن الله ګربز هم په کې ګډون کړی و، د قرباني شویو کورنیو سره غمشریکي او خواخوږي وښودل شوه.

دوی د خلکو پر یووالي ټینګار وکړ او ټول افغانان یې په غم او خوښۍ کې شریک ولس وباله.

د کرېکټ ملي لوبغاړی رحمن الله ګربز وايي: « زه یوازې دا وایم چې موږ تاسو ټول، هرڅومره چې یو، د هر افغان درد، خوشالي او غم یو دی. زه همدې غم مجبور کړم چې دلته راشم.»

د افغانستان کورني کرېکټ مسوول جارعبدالرحیم زی وايي: « هغه کسان چې دلته شهیدان شول، هغوی ډېر مظلوم وو او په مظلومیت کې شهیدان شول. نه یوازې کرېکټ بلکې د هر ورزش لوبغاړي د مینې او یووالي سمبول دی.»

اخوا د شهید شویو لوبغاړو د کورنۍ غړي او د همدې مراسمو ګډونوال په ګډه له ټولو نړیوالو بنسټونو د دې پېښې د بشپړې څېړنې غوښتنه کوي.

د شهید شوي لوبغاړو د کورنۍ غړی سید عبدالغفور وايي:« پاکستان دلته ډېر وحشیانه برید وکړ. موږ له نړیوالو او د بشري حقونو له سازمانونو غواړو چې د دې برید پوښتنه وکړي پاکستان ولې عام وګړي او ورزشکاران په نښه کړل.»

د شهید شوي لوبغاړي د کورنۍ غړی میراجان وايي: « زه خپله هم په دې پېښه کې ټپي شوی یم. زه له نړۍ غواړم چې د دې پېښې څېړنه وکړي.»

د شهید شوي لوبغاړي د کورنۍ غړی ظفر وايي: « موږ عدالت غواړو، هم د افغانستان له حکومت او هم نړیوالې ټولنې د دغو شهیدانو په تړاو عدالت غواړو.»

د تېرې اکټوبر میاشتې په ۱۷مه د پکتیکا ارګون ولسوالۍ کې د پاکستان پوځي رژیم د کرېکټ پرهغو لوبغاړو هوایي بریدونه وکړل چې د لوبې له ګټلو وروسته د یوې مېلمستیا لپاره راټول شوي وو.

د دې بریدونو په پایله د درېیو تنو لوبغاړو په ګډون ۸ کسان شهیدان او د یوه لوبغاړي په ګډون لس نور ولسي وګړي ټپیان شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist