Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مستري: بندیانو ته هم د عصري او دیني زده کړو زمینه برابروو

مستري: بندیانو ته هم د عصري او دیني زده کړو زمینه برابروو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/06

د زندانونو چارو سمون ادارې او پوهنې وزارت ترمنځ د همکاریو هوکړه ليک لاسلیک شو. د دې هوکړه له مخې، زندانيانو ته د زده کړو زمينه برابرېږي.

چارواکي وایي، هڅه کوي زندانیانو ته هم د عصري او دیني زده ‌کړو داسې زمینه برابره کړي لکه څنګه چې د ازادو خلکو لپاره برابره شوې ده.

دوی زیاتوي، هڅه کوي ټول زندانيان داسې اصلاح کړي چې له ازادېدو وروسته بیا زندان ته په تګ اړ نه شي.

د زندانونو چارو سمون دارې رییس محمد یوسف مستري وايي: « دا وزیر صاحبان د دې لپاره راغلي چې موږ دا هوکړه لیک د دایم لپاره لاسلیک کړو، ترڅو بندیان له سواد زده کړې، عصري او دینې زده کړو او مسلکي زده کړو برخمن شي.»

د پوهنې وزارت د کيفيت د تضمين معين عبدالخالق صادق وايي: « زموږ دا ګام د دې ښکارندويي کوي چې دا نظام ملت، دین او ولس ته متعهد نظام دی. دا نظام ماشومانو او نا لوستو کسانو ته هم ژمن دی.»

د تازه لاسليک شوې هوکړې له مخې به ښوونکي په منظم ډول زندانونو ته ورځي او زندانیانو ته به عصري او ديني زده کړې ورکوي.

د زندانونو چارو سمون دارې رییس محمد یوسف مستري وايي: « د محبس وګړي به انشا الله له تعلیم او تربیې سره ازاد شي او یا به دومره اصلاحات په کې راغلي وي چې بیا به تر ډېره محبس ته په راتګ مجبور نه شي.»

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رییس نظرمحمد ناصري وايي: « له دې به هغه نوم لرې کېږي چې دلته به شکنجې، وهل او ټکول وو. نور به دلته علم او تغییر وي، شخصیت جوړونه به کېږي او ولس ته به داسې کسان وړاندې کېږي چې د ولس خدمت وکړي.»

دغې اداره د اسلامي امارت په راتګ سره د یوې اصلاحي ادارې بڼه خپله کړې او اوس په کې د ځورونې په ځای زندانیانو ته زده ‌کړې ورکول کېږي. چارواکي ژمنه کوي چې زندانونه به د ظلم ځای نه ‌وي او برعکس به په بشپړه توګه د اصلاح پر مرکزونو بدلېږي.

د پوهنې وزارت د کيفيت تضمين معين عبدالخالق صادق وايي: « اسلامي امارت دا هوډ کړی چې نور به محبسونو کې وحشت او دهشت ختم وي. له دې وروسته به محبس د ظلم او قتل ځای نه وي بلکې د زده کړو او تعلیم ځای به وي.»

د زندانونو چارو سمون ادارې چارواکي همدارنګه وايي، هڅه کوي په ټول هېواد کې زندانونه په داسې اصلاحي مرکزونو بدل کړي چې ترې ازادېدونکي کسان په سالمه بڼه بېرته ټولنه کې مدغم شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist