Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
زلزلې تاشقرغان تنګي کې لسګونه هټۍ تر خاورو لاندې کړې

زلزلې تاشقرغان تنګي کې لسګونه هټۍ تر خاورو لاندې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/06

تاشقرغان تنګی داسې یو بازار و چې د شمال ځانګړې ډالۍ او د همدې سیمې تولیدات به په کې پلورل کېدل او نورو ولایتونو ته به وړل کېده، خو اوس له دې ځایه موټر چلوونکي ګړندي تېرېږي.
د شوې زلزلې له امله دا بازار وران او هټۍ وال يې له ګڼو مالي تاوانونو سره مخ شوي دي.
زیانمن شوي هټۍ وال وايي، پانګه يې له منځه تللې او له شتمنو او مرستندویه بنسټونو یاده برخه کې د لاسنیوي غوښتنه کوي.
د متین په نوم زیانمن شوی هټۍ وال وايي: «  راشئ وګورئ، خپله به ووینئ چې موږ ته هېڅ نه هم نه دي راپاتې.»

زیانمن شوی هټیوال سمیع الله وايي: « زه له اسلامي امارت غوښتنه کوم چې زموږ لاسنیوی وکړي.»

په دې بازار کې تر زلزلې وړاندې لسګونه میلیونه پانګونه شوې وه، خو اوس مهال هېڅ هم نه شته او هټۍ وال زیاتوي چې اوس کورنۍ ته د یوې مړۍ ډوډۍ پیداکولو ته حیران دي.

زیانمن شوی هټیوال سمیع الله په دې اړه وايي: « زما دری دوکانونه بشپړ له منځه تللي، په دې کې مې ۴۰۰ زره افغانۍ پانګونه بنده کړې وه، خو زلزلې پرې دا غر را وغورځاوه او هرڅه یې له منځه یوړل.»

زیانمن شوی هټیوال متین وايي: « ما دلته وچه او تازه مېوه خرڅوله. له ۱۰۰ تر ۱۲۰ زرو تاوان را رسېدلی دی.»

په ورته مهال، ځایي مسوولینو شمشاد ته ویلي چې د تاشقرغان تنګي اړوند سیمه کې له ۵۰ زیاتې هټۍ په بشپړ ډول له منځه تللې دي. د دوی په خبره، له ځینو همکارو بنسټونو سره یې خبري کړي چې د هټۍ والو لاسنیوی وکړي.

د خلم ولسوال عبدالقادر حامد وايي: « هغه دوکانونه چې د تنګي په داخل کې وو، په بشپړه توګه ویجاړ شوي او توکي یې له منځه تللي. ۳۵ دوکانونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۵۲ نور دوکانونه په سطحي توګه ویجاړ شوي یا یې لږ توکي له منځه تللي.»

 د سمنګان خلم ولسوالۍ اړوند تاشقرغان تنګی چې د افغانستان شمال او مرکز سربېره د منځنۍ اسيا او جنوبي اسيا ترمنځ د اقتصاد، سوداګرۍ، سيمه یيزي همکارۍ او ټولنیزو اړیکو مهمه نښلونکې لاره ده، تر زلزلې را وروسته د دې سیمې خلک د اوسني تنګي په ځای د ټونل جوړولو غوښتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist