Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران ته په قاچاقي لارو د افغان ځوانانو تګ زیات شوی

ایران ته په قاچاقي لارو د افغان ځوانانو تګ زیات شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/06

له افغانستانه نورو هېوادونو ته د روزګار لپاره مخه؛ هېواد کې  د بېوزلۍ او هر مهال د بېکارۍ کچې ډېروالي له امله شوې او ډېر شمېر ځوانانو پر مرګونو قاچاقي لارو بهر ته زړه ښه کړی.
که څه هم په کور دننه د کاري فرصتونو د ډېروالي او مسوولو ادارو له لوري د ځوانانو د را ګرځولو هڅه کېږي، خو تازه یو ځل بیا له مجبورې ورځې ایران ته  د ځوانانو قچاقي تګ زیات شوی.
د فاریاب اوسېدونکی حفیظ الله وايي: « له مجبورۍ ځم ایران ته، تازه درې میاشتې کېږي چې راغلی یم، خو اوس مجبور یم چې بېرته لاړ شم؛ ځکه کور کې د خوراک څه نه لرو. د ایران پولیس مو وهي، حتا وژني مو؛ ما ولیدل چې خلک په غرونو کې مړه شوي وو. خو دلته کار نه شته او زه له اسلامي امارت غواړم چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.»

د بادغیس اوسېدونکی ګل امین وايي: « په دې لاره تر ۴۵ ساعتونو پلې لاره ده، دا ټوله لاره په غرونو کې ده، ځینې کسان له لوږې او تندې مړه شوي. ما د ډېرو جنازې ولیدې چې په دښتو کې پاتې شوې؛ دا هرڅه له مجبورۍ کېږي.»

دوی دا مني چې قاچاقي لارې له مرګ، زندان او سپکاوي خالي نه دي، خو په کور دننه اوږدې بېروزګارۍ تنګ کړي. دوی هم غوښتنه کوي چې دلته دې ورته کاري فرصتونه پيدا شي.
د جوزجان اوسېدونکی عنایت الله وايي: « دلته کار نه شته، ما څو ځلې هڅه وکړه چې ایران ته لاړ شم، خو بېرته یې را وګرځولم. زه له اسلامي امارت غوښتنه کوم چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي.»

د تخار اوسېدونکی عزیز احمد وايي: « زه د ایران پولیسو ونیولم او ډېر سخت یې ووهلم. د بېرته راشړلو پرمهال یې ۱۰ میلیون تومانه هم رانه واخیستل.»

بله خوا، د ۲۰۷ الفاروق قول اردو مسوولین وایي، تېره یوه میاشت کې یې له ایران سره په پوله د ۱ زر ۱۳۴ قاچاقي تلوونکو مخه نیولې.

د ۲۰۷ الفاروق قول اردو ویاند مجیب الله انصار وايي: « له هېواد څخه د باندې په غیر قانوني توګه د افرادو له انتقال څخه د مخنیوي ترڅنګ، د انساني قاچاقبرو پر وړاندې جدي اقدامات روان دي. امنیتي ځواکونه د سرحدي پولو ساتلو لپاره مېشت دي او اجازه نه ورکوي چې قاچاقبران نظم اخلال کړي.»

دا په داسي حال کې ده چې په کور دننه د اسلامي امارت مسوولینو څو ځله د بنسټیزو پروژو پیل او ځوانانو ته د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist