Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د چاپېریال ساتنې نوې هڅه: لوګي او لوړغږ تولیدونکو وسایطو پر چلېدو بندیز ولګېد

هرات کې د چاپېریال ساتنې نوې هڅه: لوګي او لوړغږ تولیدونکو وسایطو پر چلېدو بندیز ولګېد

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/05

د هرات چاپېریال ساتنې ادارې مسوولین وایي، د ښار د هوا پاکوالي په موخه یې د لوګي تولیدونکو، غږیزې ککړتیا رامنځته کونکو او لیزري څراغونو درلودونکو وسایطو پر تګ راتګ بندیز لګولی.

مسوولین وایي، دغه ګام یې د خلکو د روغتیا خوندیتوب، د هوا کیفیت ښه کولو او ښار کې د غږیزې ککړتیا کمولو په هدف پورته کړی.

د هرات چاپېریال ساتنې ریاست ویاند حامد الهام وايي: « دغه کار د ښاري نظم راوستلو، غږیزې ککړتیا کمولو او دغه راز د هوا، صوت او نور د کیفیت لوړولو لپاره کېږي. موږ په دې عمل سره غواړو د هرات ولایت په کچه فرهنګ جوړونه وکړو، هغه وسایط چې د دې حالت سبب دي ویې دروو او یا یې ورکشاپونو ته واستوو، ترڅو دا ستونزه حل شي.»

د هرات ښاریان او اوسېدونکي هم دا ګام ستایي او زیاتوي، د لوګي او غږیزې ککړتیا ډېروالي ښاري ژوند له ستونزو سره مخ کړی.
دوی له اړوندو ادارو غواړي چې دا کمپاین  دوامدار وساتي او د چاپېریال د پاکوالي لپاره عامه پوهاوی هم زیات کړي.

د هرات اوسېدونکی  غلام رسول وايي: « باید په ښار کې ټول چلېدونکي وسایط چک شي، د تېلو کیفیت ته پاملرنه وشي، ځکه چې بې کیفیته تېل ډېر دود تولیدوي.»

د هرات اوسېدونکی وکیل احمد وايي: « زموږ ډېر خلک د همدې لوګی تولیدوونکو موټرو له لاسه ناروغان دي. باید د لایزري څراغونو مخه هم ونیول شي؛ ځکه چې ډېره کله د ټرافیکي پېښو سبب کېږي.»

بله خوا، کارپوهان د هوا د ککړتیا اصلي لامل د زړو وسایطو زیاتوالی ګڼي او باور لري چې دا ککړتیا بېلابېلې روغتیایي ستونزې رامنځته کوي. دوی دغه راز ټینګار کوي چې د وسایطو تخنیکي معاینه، د با کیفیت سون توکو کارونه او د عامه پوهاوي لوړول د دې ستونزې د کمولو په برخه کې ګټور تمامېدای شي.

د چاپیریال ساتنې کارپوه جاسم اسلمي وايي: « هغه کاربن یا دود چې په هوا کې تولیدېږي، کله چې موږ دا تنفس کړو، نو د بېلابېلو ناروغیو پیدا کېدو سبب کېږي. دغه دود حتا پر غیر انساني موجوداتو هم ناوړه اغېز لري. د دې دود یو لامل هم زاړه موټر او نقلیه وسایط دي؛ هر څومره چې دا موټر کم وي، روغ انسانان به زیات وي.»

دا په داسې حال کې ده چې هرات ښار کې  د نفوسو او نقلیه وسایطو زیاتوالی او همدارنګه پرله ‌پسې وچکالۍ سبب شوې چې په دې ولایت کې د هوا ککړتیا ورځ تربلې زیاته شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist