Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عامې روغتيا وزارت: شمالي ولايتونو کې زلزلې نږدې ۱۰۰۰ تنو ته مرګژوبله اړولې

عامې روغتيا وزارت: شمالي ولايتونو کې زلزلې نږدې ۱۰۰۰ تنو ته مرګژوبله اړولې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/05

د ریښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزله چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په شپه یې د هېواد شمالي ولایتونه په ځانګړي ډول بلخ او سمنګان ولړزول، درنه ځاني مرګ ژوبله یې اړولې، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې ویجاړه کړې او په لوړه کچه کورونه یې وران کړي دي.

د عامې روغتيا وزارت وايي، په شمالي ولايتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله نږدې زر تنه مړه او ژوبل شوي دي.

د دې وزارت وياند د ژغورنې د عملياتو د پای ته رسېدو خبره کوي او وایي، تر ټولو ډېر بشري تلفات د سمنگان ولايت اوسېدونکو ته اوښتي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي: « له بده مرغه چې په دې ټپیانو کې نږدې ۴۱۸ شاوخوا یې په سمنګان ولایت کې او همدارنګه د ۴۳۵ په شاوخوا کې د بلخ ولایت وګړي ټپیان شوي دي. دغه راز په بغلان، جوزجان، سرپل او کندز ولایتونو کې هم خلک ټپیان شوي. د عامې روغتیا وزارت ټيمونه د نورو ادارو ترڅنګ په لومړي سر کې سیمې ته رسېدلي او تر اوسه پورې روغتونونو کې ټپیانو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول جریان لري او د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ له خوا د لا غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو سپارښتنه شوې.»

بله خوا، د طبيعي پېښو پر وړاندې مبارزې لپاره د چمتووالي ملي ادارې چارواکي وايي، زلزلې په شمالي ولایتونو کې نږدې ۵۰۰ کورونه په بشپړ يا جزئي ډول نړولي دي.

د چارواکو په خبره، د زلزله ځپلو د مرستې لپاره نغدي مرستې برابرې شوې دي او د بېړنیو خدمتونو ګرځنده ټیمونه هم دغو سيمو ته استول شوي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې د چمتووالي ملي ادارې ویاند محمد يوسف حماد وايي: « ۱۷۰ کورونه په بشپړه توګه ۳۴۲ کورونه په نیمه ډول ویجاړ شوي دي. په ورته مهال، بلخ او سمنګانو کې له پېښو سره د مبارزې چمتوالي ادارې ریاستونو د هر شهید په سر د هغه کورنۍ ته ۲۰ زره افغانۍ او د هر شدید ټپي په سر د هغه کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.»

هم‌مهاله، د افغاني سرې مياشتې ټولنې مسوولين وايي، د هېواد په شمالي ولايتونو کې له زلزله ‌ځپلو سره روغتيايي مرستې روانې دي او د سروې تر بشپړېدو وروسته به بشري مرستې هم تر اړمنو کسانو ورسول شي.

د افغاني سرې مياشتې ټولنې وياند عبدالقدیم ابرار وايي: « تر اوسه پورې یوازې روغتیايي مرستې رسېدلې دي، نورې بشري مرستې نه دي شوې؛ البته د بلخ ولایت د زون رییس او د یاد ولایت نمایندګیو د سمنګان ولایت په همغږۍ د سروې ټیمونه ساحې ته استول شوي، ترڅو زیانمنې شوې کورنۍ ثبت او راجسټر کړي او له هغه وروسته مرسته ورسره وشي.»

د سمنګان ولايت خُلم ولسوالي چې د دې سختې زلزلې مرکز بلل کېږي، د ډېرو بشري او مالي تلفاتو کوربه ده. د سيمه ‌ييزو چارواکو په وينا، د زلزلې له امله ۶۵ تنه شهيدان او ټپيان شوي، او له دوه زرو زيات استوګنيز کورونه، دوکانونه، ښوونځي، جوماتونه او ديني مدرسې په بشپړ يا نسبي ډول ويجاړ شوي دي.

د خلم ولسوال مولوي عبدالقادر حامد وايي: « زموږ د شهیدانو شمېر ۹ تنه او د ټپیانو شمېر ۵۶ تنه دي. هغه کورونه چې په بشپړه توګه ویجاړ شوي، تقریبا ً ۲۰۰ بابه دي او له ۲۰۰۰ بابو ډېر کورونه په سطحي ډول زیانمن شوي دي.»

د بلخ ولايت هم د دې زلزلې له اغېزو خوندي نه دی پاتې. د بلخ سيمه‌ييز چارواکي وايي، د سه ‌شنبې تر غرمې مخکې د دې ولايت په شپږو ولسواليو کې ۱۲ تنه شهيدان، ۴۲۵ تنه ټپيان شوي او په هره ولسوالۍ کې سلګونه کورونه نړېدلي دي.

د بلخ د والي وياند عطاالله زید وايي: « تر اوسه په بلخ ولایت کې ۴۲۵ تنه ټپیان او ۱۲ تنه شهیدان لرو. د بلخ ولایت شپږو کوهستاني ولسوالیو لکه مارمل، چهارکنت، شولګره، کشنده، البرز او زارع کې له ځاني زیانونو سربېره مالي زیانونه هم اوښتي. په دغو ولسوالیو کې سلګونه کورونه په بشپړه توګه تخریب شوي او سلګونه نور نیمه ویجاړ دي. د بلخ والي د ولایت په ګډون ګڼو مرستندویه سکټورونو ته امر کړی چې عاجلې مرستې ورسوي.»       

د يادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو سازمان ډاډ ورکړی چې له زلزله ‌ځپلو سره به بېړنۍ بشردوستانه مرستې وکړي. سربېره پر دې، قطر، هند، بریټانيا او د اسلامي همکارۍ سازمان هم ژمنه کړې چې د سمنګان او بلخ ولايتونو زلزله ‌ځپلو ته د لومړنيو اړتياوو مرستې ورسوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist