Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان تېرو ۳ ورځو کې څه باندې پنځه زره افغان کډوال هېواد ته راستانه کړي

پاکستان تېرو ۳ ورځو کې څه باندې پنځه زره افغان کډوال هېواد ته راستانه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/04

له خيبرپښتونخوا او پاکستان څخه د افغان کډوالو د را اړولو پروسه که څه هم له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې روانه ده، خو په دې وروستیو څو ورځو کې دې ستونزې لا شدت موندلی.

د وروستیو شمېرو له مخې، پاکستان د روانې نومبر په لومړۍ نېټه او د کډوالو پرمخ د تورخم لارې له بیاځلې پرانیستل کېدو راهیسې چې له افغانستان سره له وروستیو شخړو او جګړو وروسته تړل شوې وه، په تېرو درېیو ورځو کې شاوخوا پنځه زره او دوه سوه افغان کډوال هېواد ته راستانه کړي.

پاکستاني رسنیو په پنجاب ایالت او خیبرپښتونخوا کې د لسګونه افغان کډوالو د نیولو او را اړولو راپورونه هم ورکړي.

د پاکستان چاپ اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې لیکلي: «  د پاکستان پولیسو  او چارواکو له تېرې ورځې راهیسې په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د افغانانو په ګډون د ناقانونه کډوالو پر وړاندې سختي زیاته کړې او په دې لړ کې یې د نیولو او ایستلو لسګونه قضیې ثبت کړې دي.»

بل پلو، په خیبرپښتونخوا او د پاکستان په پنجاب ایالت کې ځایي پولیسو او حکومتي چارواکو افغان کډوالو ته د کور او نقیله وسایطو د خرڅلاو، کرایې او اجارې ورکړې سخت بندیزونه وضع کړي او ځايي خلکو ته یې د دې اخطاریې د نقض په صورت کې د سزا ورکړې ګواښ کړی.

د پاکستان له خلکو غوښتل شوي چې افغان کډوالو ته له کار ورکولو جدي ډډه وکړي او د غیرقانوني کډوالو د موجودیت په تړاو د پولیسو نږدې مرکز ته خبر ورکړي.

هلته مېشت افغان کډوال هم له دوی سره د پاکستاني پولیسو د زور او ناسم چلن له ډېرېدو خبر ورکوي.

پاکستان مېشت افغان کډوال احمد افغان وايي: « د پاکستان حکومت د وروستي فیصلې په تړاو باید ووایم چې ویل شوي افغان کډوالو ته کورونه، کارځایونه او حتا دوکانونه باید په کرایه ورنه کړل شي. دې ستونزې افغان مهاجرینو ته سرخوږی جوړ کړی او په ډېرو مشکلاتو کې دي. پر ډیورنډ کرښه له جګړې وروسته دلته د افغان مهاجرو لپاره حالات سخت خراب شوي.»      

د کډوالو د حقونو مدافعان هم پاکستان کې له افغان کډوالو سره روان ناسم چلن د ګاونډیتوب اصولو، د کډوالو نړيوالو قوانینو او په دې برخه کې د درج شویو کنوانسیونونو خلاف عمل بولي او ورسره د چلن پر نرمېدو ټینګار لري.

د کډوالو حقونو فعال ګلا‌خان بهادري وايي: « دا هغه کډوال دي چې له کورونو څخه په زور ایستل شوي، د ژوند لومړني امکانات ترې اخیستل شوي او حتا شتمنۍ یې لوټ او غلا شوې دي. دا کړنه په داسې حال کې ترسره شوې چې د افغانستان هوا سړه شې او ډېری راستنېدونکي کډوال بې سرپناه دي او د ژوند لومړنیو امکاناتو ته لاسرسی نه لري. دا ډول بېرته ستنول له بشري حقونو، اسلامي او د ګاونډیتوب له اصولو سرغړونه ده او ناسم بلل کېږي.»      

په ورته مهال، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو لسو ورځو کې له پاکستان، ایران او ترکیې څخه شاوخوا سل زره کډوال هېواد ته راستانه کړای شوي چې له دې ډلې څه باندې ۱۲ زره کورنۍ یوازې له پاکستان څخه راستنې کړل شوې دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي: « د عقرب(لړم) میاشتې په تېرو لسو ورځو کې له ایران، پاکستان او ترکیې هېوادونو څخه په خپله خوښه او اجباري ډول ۱۳ زره ۱۱۶ کورنۍ چې د غړیو شمېر یې ۷۰ زره ۴۱۳ تنه کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. د دې کورنیو له ډلې ۱۲ زره ۲۴۲ کورنۍ له پاکستان، ۸۳۴ کورنۍ له ایران او ۵ کورنۍ له تورکیې څخه راغلې دي.» 

دا داسې مهال ده چې د کره شمېرو له مخې، پاکستان د کډوالو پروسې له پيله شاوخوا اته سوه زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي. په دې ډله کې اسناد لرونکي او بې اسنادو یا غیر قانوني کډوال شامل دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist