Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ګردېز ــ ډنډ پټان لویې لارې د بيارغونې چارې پيل شوې

د ګردېز ــ ډنډ پټان لویې لارې د بيارغونې چارې پيل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/30

د ګرديز– ډنډ پټان سړک چې شاوخوا ۸۵ کیلومټره اوږدوالی لري، د دې ولایت له نهو ولسوالیو تېرېږي او له پښتونخوا سره د سوداګرۍ لپاره هم مهمه لار بلل کېږي. مسوولين وايي، د دې سړک د رغونې په لومړي پړاو کې به د ۷۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۵ کيلومټره برخې کار بشپړ شي.

د پکتیا د ټولګټو چارو رییس نیاز محمد حنیف وايي: « د دې سړک د لومړي لاټ ۲۵ کیلومټرو لګښت تقریبا ً ۷۰۰ میلیونه افغانۍ کېږي. دا سړک د مرکز له صفري نقطې څخه تر بلدې بازار پورې دوه لینه دی او ۴۰ متره سور لري.»

ځایي چارواکي دغه راز وایي، ورته پروژې به د دې ولایت د خلکو هر اړخیز پرمختګ کې مهم رول اداء کړي او ترڅنګ یې ډاډ ور کوي چې د ولسي د ستونزو د حل په موخه دې ولایت کې د یو شمیر نورو پروژو چارې هم پیل شوې او د ځینو لویو پروژو چارې به په نږدې موده کې پیل کړي.

د پکتیا د والي مرستیال انعام الله صلاح الدین وايي: « د مچلغو بند منظور دی، یوازې د ملي پراختیا له شرکت سره یې څه حسابي پاتې ده چې هغه خلاصه شي، بیا به یې کارونه پيل شي. په روحاني بابا کې د ګاویانو بند هم منظور شوی، یوازې تدارکاتي کارونه یې پاتې دي. د سټو کنډو سړک چې ۲۵ کیلومټره دی، د دې سړک د جوړولو منظوري هم راغلې ده.»

په همدې مهال، د پکتیا اوسېدونکي د یاد سړک د جوړېدو هرکلی کوي او له چارواکو غواړي چې د کار پر کیفیت جدي څارنه وکړي. دوی زیاتوي، دا سړک به د خلکو تګ راتګ او سوداګرۍ برخه کې ډېره اسانتیا رامنځته کړي؛ خو وایي په کار ده چې د پاتې برخې چارې هم ژر پیل شي.

د پکتیا اوسېدونکی حاجي محمد وايي: « موږ ټول ولسونه ډېر خوشاله یو، که په دې سړک کې زموږ ځمکې ځي یا کورونه، خیر دی لاړ دې شي، خو چې سړک جوړ شي.»

قومي مشر عبدالمجید رنجبر وايي: « دا یوه ټرانزیټي لاره هم ده، نو باید حتمن جوړه شي.»

د پکتیا اوسېدونکی محمد اصف وايي: « دا لار د ټرانزیټ له پلوه ډېر اهمیت لري، خو ډېرې ستونزې یې لرلې، اوس چې په اساسي توګه جوړېږي، دا به ډېر ښه شي.»

د معلوماتو له مخې، د ګردېز– ډند پټان سړک ټولټال ۸۵ کیلومټره اوږدوالی لري او د دې ولایت د نهو ولسوالیو په مسیر تېریږي. د دې سړک لومړی لاټ چې ۲۵ کیلومټره دی، د دولت له بودیجې په اساسي ډول جوړېږي چې د پاتې برخې چارې به یې هم په تدریجي ډول ترسره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist