Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان پنجاب کې د افغان کډوالو د تشخيص او جبري اخراج لړۍ پیل شوه

د پاکستان پنجاب کې د افغان کډوالو د تشخيص او جبري اخراج لړۍ پیل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/30

په پاکستان کې د افغان کډوالو نيولو، ځورولو او جبري اخراج په لړ کې دا ځل د دې هېواد په پنجاب ايالت کې هم د افغانانو د تشخيص او په زور يې د شړلو لړۍ پيل شوه.

د پنجاب اعلی وزيرې مريم نواز خپلو خلکو ته خبرداری ورکړی چې افغانانو ته په کرايې د کورونو نه ورکولو سربېره ورسره هېڅ همکاري ونه کړي، کنه نو په خبره يې، پر وړاندې به يې جنايي دوسيې جوړې کړي.

په دې اړه خپرو شویو راپورونو کې ويل شوي چې له پوليسو او استخباراتي ادارې تشکيل شوي مختلط ټيمونه په پنجاب کې ګمارل شوي، ترڅو افغان کډوال تشخيص او اخراج کړي.

د پنجاب اعلی وزيرې مريم نواز ویلي: « کارکوونکو ته امر شوی چې د هر هغه چا پر وړاندې چې خپل شخصي ملکيت افغانانو او يا نورو بهرنيو وګړو ته په کرايې ورکوي، په بېړه دې پر قضيه ثبت  کړي. هغه افغانان دې هم له قانوني اقداماتو سره مخ شي چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې کار کوي.»

له دې سره، په خواله رسنيو کې هم ځينې داسې ویډيوګانې لاس په لاس کېږي چې پوليسو په پنجاب ايالت کې د افغان کډوالو د نيولو لپاره په لوډسپيکرونو کې اعلانونه کوي.

د پنجاب پولیسو له خوا په یوه اعلان کې ویل کېږي: « هر هغه څوک چې افغان کډوالو ته کور يا دوکان په کرايه ورکړي او په دې اړه له افغانانو سره کومه معامله وکړي، د قانون خلاف کار ګڼل کېږي او سرغړوونکو سره يې قانوني چلن کېږي.»

په ورته مهال، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، په پنجاب کې يې پر وړاندې د تازه پيل شویو اقداماتو له امله له سخت کړاو سره مخ دي او په افغانستان کې د ژمي رانږدې کېدو ته په اشارې له نړيوالو سازمانونو غواړي چې پر پاکستان د دوی د اخراج مخنيوي لپاره فشار راوړي.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال مجاهد شينواری وايي: « په درې واړو صوبو کې افغان مهاجرین د پولیسو له خوا ځورول کېږي، وهل کېږي، زندانونو ته اچول کېږي او بیا تورخم ته انتقالېږي. دا چې اوس لاره بنده ده، نو د افغانانو کډې په موټرو کې ولاړې پاتې دي، نه یوازې له سختو ستونزو سره مخ دي بلکې په کرایه نیولو موټرو کرایې هم څو چنده ورته لوړې شوې دي.»    

له دې سره د کډوالو حقونو مدافعان هم د افغانانو پر وړاندې د پاکستان اوسنۍ پرېکړې د ټولو اسلامي او انساني اصولو خلاف ګڼي او ټينګار کوي چې اسلام ‌اباد تل پر کابل د فشار راوړلو لپاره له کډوالو ابزاري استفاده کړې.

د کډوالو د حقونو مدافع محمدخان طالبي محمدزی وايي: « نړیوالې ادارې باید دغې چارې ته جدي رسېدنه وکړي. دا موضوع باید سیاسي نه شي او مهاجرینو ته اجازه ورکړل شي چې له نړیوالو اصولو سره سم په کوربه هېواد کې پاتې یا داوطلبانه ستانه شي. پاکستان باید د افغانانو د اخراج لړۍ په تدریجي توګه ترسره کړي.»   

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تازه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو وړاندې يې ورته د لنډمهالو او اوږدمهالو اسانتياوو برابرولو په موخه تل په داوطلبانه او باعزته توګه د افغان کډوالو پر راستنولو ټينګار کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist