Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هلمند کې له نشه‌يي توکو پاک افغانستان په نوم درې ورځنی ملي کنفرانس پیل شو

هلمند کې له نشه‌يي توکو پاک افغانستان په نوم درې ورځنی ملي کنفرانس پیل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/29

د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کې له نشه یي توکو څخه پاک افغانستان په نوم درې ورځنی ملي کنفرانس جوړ شوی چې د هېواد له ټولو ولایتونو دیني علما، د پوهنتون استادان، متخصیصین او قومي مشران په کې ګډون لري.

د لوړو زده کړو وزیر د کنفرانس ګډونوالو ته خبرو کې وویل چې د نشه یي توکو په مخنیوي کې هڅه وکړي او له خلکو څخه یې په دې اړه د اسلامي امارت د مشرتابه حکم اطاعت کولو غوښتنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم زیاته کړې: « دا چې د اسلامي امارت زعیم دېته متوجه دی چې د معتادینو د درملنې لپاره مختلف مراکز جوړ کړي او پر دې مضر بوټي یې د ممنوعیت فیصله کړې، دا په خپله د دې سبب دی چې دا بوټی به نور په افغانستان کې ختمېږي او تر ډېره حده ختم شوی هم دی. دا کنفرانس موخه هم همدا ده چې راشئ د دې عظیم خدمت ښه ملاتړ وشي.»             

د دې کنفرانس چمتو کوونکي وایي، کنفرانس ته د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ١٤٦ علمي مقالي وړاندې شوې چې ٥٠ به یې په دې کنفرانس کې ګډون کوونکو ته واورول شي.

د هلمند پوهنتون د عامه اړیکو مسوول عبدالباري حنظله وايي: « ‍‍ د دې مقالو له ډلې به ۵۰ مقالې دلته په پوهنتون کې د درېیو ورځو په اوږدو کې وړاندې کېږي. دا مقالې بېلابېل اړخونه لري او د څېړونکو، علماوو، مفکرینو او پوهانو د څېړنو زېږنده دي. په دې مقالو کې د نشه يي توکو کښت له ټولنیز، دیني، روغتیايي او فرهنګي پلوه څېړل شوی او په کې دولت ته د نشه يي توکو د مخنیوي طرحې وړاندې شوې دي.»                      

دا کنفرانس کې د کوکنارو او نشه یي توکو پر زیانونو، مخنیوي او بدیلو لارو بحثونه وشول.

 ګډونوال وایي، له دې مقالو څخه به له نشه ‌یي توکو څخه د مخنيوي د لارو چارو او کروندګرو ته د بدیلو لارو د ښودلو په موخه لازمې طرحې جوړې کړي او د تطبیق لپاره به یې اړونده ادارو ته  وسپاري.

د کنفرانس ګډون کوونکی قریب الله صافی وايي: « له نشه يي توکو پاک افغانستان کنفرانس ته له مختلفو ولایتونو څخه څېړنو خپلې مقالې را لېږلې دي چې په یوه په کې زموږ د روانپوهنې له څانګې څخه هم شامله ده. همدارنګه په دې مقالو کې موجوده چارواکو ته وړاندیزونه هم شوي، ترڅو چارواکي یې له مخې داسې طرحه چمتو کړي چې هلمند او ټول افغانستان له نشه يي توکو پاک شي.»

د کنفرانس ګډون کوونکی نصیب احمد حقیار وايي: « موږ کوښښ کو د دې کنفرانس د پایلو په وسیله داسې پالیسي جوړه کړو چې د نشه يي توکو د مخنیوي لپاره کار ترې واخیستل شي.»

هلمند چې وړاندي د کوکنارو د کرکیلې او مخدره توکو د تولید مرکز بلل کېده، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو را ورورسته په کې د کوکنار کښت صفر شوی. د دې بوټي له صفر کېدو سره د هلمند کروندګر د بدیلو کښتونو غوښتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist