Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې د پاکو اوبو ۲۷ شبکې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې

ننګرهار کې د پاکو اوبو ۲۷ شبکې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/29

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت مسوولینو د ننګرهار په ۱۷ ولسوالیو کې د ۱۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو ۲۷ شبکې ګټه اخیستنې ته وسپارې.

بهسود، ګوشته، دره نور، سره رود، حصارک، خوګیاڼيو، چپرهار، رودات، کوټ، بټي کوټ، اچین سپین غر، نازیان، دوربابا او مومندره هغه ولسوالۍ دي چې دا شبکې په کې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ابیارۍ رییس انجینر اسد الله عمار وايي: « په ۱۷ ولسوالیو کې تقریبا ً ۲۲ شبکې د ۱۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت چې ۱۳ زره کورنیو ته یې د څښاک پاکې اوبه برابرې کړې دي، له ډلې څخه یې نن موږ د عمري کمپ چې دا د ۱۰۰۰ مترمکعبو په اندازه دوې زېرمې لري، ګټه اخیستنې ته سپارو.»

مسوولین زیاتوي، ننګرهار کې له کډوالۍ راستنو شویو هېوادوالو ته په ټاکل شویو ښارګوټو کې هم د څښاک پاکو اوبو شبکو د جوړولو کارونه وروستي شوي او نږدې راتلونکې کې به پرې کار پیل شي.

انجنیر اسد الله عمار په دې اړه وايي: « هغه ښارګوټي چې تقریبا ً د بهسودو، سره رود، مومندرې او روداتو ولسوالیو کې دي، بودیجه ورته پيدا شوې چې د څښاک نه شبکې او د واش پروژې نور فعالیتونه به په کې پلي شي.»

په همدې حال کې د ننګرهار د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو محدود لاسرسي ته په کتو باید د اوبو پر بې ‌ځایه او زیاتې کارونې د نیوکې ترڅنګ ټینګار کوي چې خلک باید د دغو شبکو په ساتنه کې پوره همکاري وکړي.

د ننګرهار د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس قسمت الله مبارز وايي: « موږ تمه لرو چې دا پروژې د اوږده مهال لپاره کار وکړي. موږ له تاسو غوښتنه کوو چې هر چا ته په دې لارښوونه وکړئ چې اوبه بېځایه استعمال نه کړي او د اصراف مخه ونیسي. که موږ هر یو تر خپله وسه کار وکړو، دا وطن جوړېدای شي.»

ننګرهار کې د څښاک پاکو اوبو دا شبکې داسې مهال ګټه اخیستنې ته سپارل کېږي چې دې ولایت کې هم د اوبو سطح تر پخوا ډېره ټیته شوې او لامل یې په لوړه کچه د  ژورو څاه ګانو کیندل بلل کېږي.

غوښتنې دا دي چې مسوولین دې بزګرانو ته د کروندو خړوبولو پر بدیلو لارو غور وکړي، ترڅو ځمکې لاندې پاکو اوبو منابع خوندي پاتې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist