Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ایکو سازمان ناسته کې پر امنیتي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو ټینګار شوی

د ایکو سازمان ناسته کې پر امنیتي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو ټینګار شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/29

د اقتصادي همکاریو سازمان(ایکو) څلورمه دوه ورځنۍ ناسته د ایران په کوربه توب پای ته ورسېده.

دغه ناسته د لسو غړیو او دوو مېلمه هېوادونو(عمان او عراق) د کورنیو چارو وزیرانو او مرستیالانو په ګډون دوشنبه پیل شوې وه او د یوې ګډې اعلامیې په لاسلیکولو سره د سې ‌شنبې په ورځ پای ته ورسېده.

د هېوادونو استازو په کې د غړیو هېوادونو ترمنځ د ګډو پولو امنیت پر ټينګولو، اقتصادي همکاریو او د کډوالۍ بهير پر مدیریت بحثونه کړي.

د یوې ایراني رسنۍ په راپور کې راغلي: « د ګډو پولو امنیت او د امنیتي ګواښونو پر وړاندې مبارزه، د نشه ‌يي توکو قاچاق مخنیوی، د غړیو هېوادونو له لوري سوداګرو او ټرانزیټ لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول، د کډوالۍ مدیریت او په سیمه‌يیزه کچه د اقتصادي همکاریو  پراخول هغه موارد دي چې د ايکو سازمان غړیو هېوادونو استازو له خوا پرې هوکړه وشوه.» 

بله خوا، د دې ناستې په څنډه کې د اسلامي امارت د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين د ترکيې له چارواکو سره د کابل او انقرې پر شريکو مسايلو خبرې کړې.

حکومت په ایکو سازمان کې د افغانستان غړیتوب له ګاونډيو او د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو په پیاوړي کولو کې مهم بولي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبدالطیف نظري وايي: « د ایکو اقتصادي همکاریو سازمان د غونډې تر ټولو مهمه پایله دا ده چې د غړیو هېوادونو ترمنځ به اقتصادي همکارۍ زیاتېږي، علمي، ښوونیزې او فرهنګي همکارۍ به پراخېږي، همدارنګه صنعتي، ټرانزیټي او تجارتي اړیکې به پراخېږي. د غړیو هېوادونو ترمنځ دا ناسته کولی شي افغانستان ته هم په لنډمهاله او اوږدمهاله کې ګټه ورسوي.»

د ایکو سازمان ناستې موخه، د غړیو هېوادونو له خوا د ګډو اقتصادي همکاریو پراختیا، ټرانزیټي اسانتیاوو رامنځته کول، د ګډو پولو امنیت ساتنه او د تعلیمي او فرهنګي همکاریو زیاتول وو.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « په دې غونډه کې د صادراتو او وارداتو په نرخو کې د اسانتیاوو په راوستلو بحثونه کېږي، ترڅو ښکېلو هېوادونو ته یې ګټه ورسېږي. افغانستان ته هم د دهلېزونو په برخه کې چې کولی شي د منځنۍ اسیا او خلیج هېوادونه سره وصل کړي، ډېره ګټه رسېږي.»

د ايکو سازمان له ناستې ورهاخوا، د ايران حکومت ويلي چې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال يې په کابل کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د پولې پر امنیت، حق‌ابې، قضايي همکاریو او نورو هغو مسايلو په اړه خبرې کړې دي چې د کابل او تهران ترمنځ په اړيکو کې مهم دي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي: « کابل ته د کاظم غریب آبادي سفر موخه دا وه چې د ایران او افغانستان ترمنځ د اړیکو په اجنډا کې پاتې یو شمېر مسایل وڅېړل شي. په دې خبرو کې د پولې امنیت، د اوبو حقوق او قضايي همکاري شامل دي چې له افغان چارواکو سره پرې خبرې شوې دي.»

په حقوقي چارو کې د ايران بهرنيو چارو وزارت مرستيال کاظم غريب آبادي د يک‌شنبې په ورځ کابل ته راغلی و او د افغانستان له چارواکو سره يې د دوه اړخيزو همکاريو پر زياتولو بحثونو او ژمنې وکړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist