Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په ايران کې د ايکو سازمان غونډه پيل او د سې‌شنبې په ورځ به هم دوام وکړي

په ايران کې د ايکو سازمان غونډه پيل او د سې‌شنبې په ورځ به هم دوام وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/28

د اقتصادي همکاريو سازمان(ایکو) څلورمه غونډه د دوشنبې په ورځ د ايران په کوربه ‌توب د دې هېواد په پلازمېنه تهران کې پيل شوه.

ټاکل شوې د دې دوه ورځنۍ ناستې په لړ کې د ګډونوالو هېوادونو استازي پر امنيتي، اقتصادي او سرحدي همکاريو بحثونه وکړي.

د افغانستان له لوري د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين صدرابراهيم په مشرۍ پلاوی هم ورغلی او له همدې کبله حکومت ډاډه دی چې ياد پلاوی به له فرصت په ګټنې سره په افغانستان کې د سيمه ‌ييزو پروژو پر تطبيق او اقتصادي ودې تمرکز وکړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین ډاکټر عبداللطیف نظري وايي: « د اقتصادي همکاریو سازمان په ناسته کې د اسلامي امارت د استازي حضور د افغانستان په اقتصادي وده کې مهم رول لوبولی شي. موږ د ګډو پروژو او دغه راز د مشترکو اقتصادي، تجاري او ټرانزیټي همکاریو له لارې کولی شو د افغانستان او سیمې د اقتصادي ودې لپاره ګامونه پورته کړو.»

شنونکي د ايکو سازمان له غړيو هېوادونو سره د افغانستان اړيکې مهمې بولي او دې ته په پام تهران ته له تللي پلاوي غواړي چې يادو هېوادونو ته د اړيکو په اړه خپله لېوالتيا په ډاګه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « طالبان غواړي د نړۍ له ټولو هېوادونو سره تعامل وکړي مګر له بده مرغه دا هېوادونه د افغانستان او اسلامي امارت پر وړاندې ښه نیت نه لري. له همدې امله، ایکو ناسته کې د طالبانو ګډون ښه فرصت دی او باید دا هېوادونه له افغانستان سره خپل سیاسي او اقتصادي مسایل حل کړي.»

ځیني نور بيا د ايکو سازمان په غونډه کې د حکومتي پلاوي ګډون په اقتصادي اړيکو کې ارزښناک يادوي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب‌الرحمن شمال وايي: « په اقتصادي مسایلو کې د نړۍ د پاملرنې جلبول او کولی شي د ایکو سازمان په څېر نورو سازمانونو همکاري جلب کړي. دا یو فرصت دی چې په کې د افغانستان د خلکو د اقتصادي مسایلو هوارولو په اړه ګامونه پورته شي.»

ایکو سازمان په ۱۹۸۵ کال کې د ایران، ترکیې او پاکستان له خوا د غړیو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او فرهنګي همکاریو د پياوړتیا په موخه رامنځته شو. دې سازمان په ۱۹۹۲ زیږدیز کال کې پراختیا پیدا کړه او افغانستان، اذربایجان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبېکستان يې هم غړیتوب ترلاسه کړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist